لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اروپایي اتحادیه پاکستان اؤ ایران کې میشت افغان کډوالو سره دڅلورو کروړو ډالرو بېړنۍ مرستې کوي


اروپایي کمیشن افغانستان کې د روان تاؤتریخوالي اؤ خراب انساني وضعیت له امله پاکستان اؤ ایران کې دمیشت افغان کډوالو دبېړني کومک دپاره څلور کروړه ډالر بېل کړی‌ دي.

دپاکستان دډان ورځپاڼې د راپور له مخې سږکال دافغان کشالې دپاره د اروپایي اتحایدې دمرستو پیسې اووه کروؤ اؤ ۷۰ؤ لکو ډالرو ته رسیدلي .

اروپایي کمیشن تر اوسه دجګړو له امله دځپل شوؤ افغانستان دپاره افغانستان کې دننه شپږ کروړه اؤ‌۱۰لکه،پاکستان کې ۹۰لکه اؤ ایران کې ۷۰لکه ډالر مصرف کړي دي.

دبشري چارو اؤ افتونو په وخت دکومک په اړه د اروپائي اتحادیې کمشنر کرسټوس اسټئلینائیډز ویلي افغانستان کې دتیر راهسې دحکومت اؤ غیر ریاستي وسله والو ډلو ترمنځ شخړې سیوا شوي چې له امله یې بشري فعالیتونه سخت اغېزمن شوي دي.

هغه وایي تباهي خورونکو سیلابونو هم دغه جګړه ځپلی هیواد اغیزمن کړی دی اؤ په داسې وضعیت کې اروپائي اتحایې په ځانګړي ډول دماشومانو دمرستې دپاره د خپلو فعالیتونو ساحه پراخه کړې ده.

هغه ویلي پاکستان کې داروپایي اتحادیې دمالي مرستو له لارې به دافغان کډوالو ترڅنګ په دننه توګه بې کوره شوؤ پاکستانیانو سره هم لاس امداد وشي.

هغه ویلي اروپایي اتحایې دکال ۱۹۹۲م راهسې افغانستان کې ځپل شوؤ خلکو سره تر اوسه د۸۷کروړو اؤ ۲۰لکو ډالرو مرستې کړي دي.

ډان ورځپاڼه وایي افغانستان کې د اوږدو جګړو اؤ مصیبتونو له امله تر اسوه د بې کوره شوؤ کسانو شمیره درې میلیونه اؤ۴۰زرو ته رسېدلې ده اؤ ددې ترڅنګ شپږ میلیونه افغانان اوس هم په ګاونډیو هیوادونو ایران اؤ پاکستان کې دکډوالۍ ژوند کوي .

په دغو شپږو میلینونو کې زیاتره هغه کډوال دي چې راجسټرډ شوي نه دي اؤ ګاونډیانو هیوادونو کې یې استوګنه غیرقانوني ګڼل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG