لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور اؤ لکي مروت کې په زړو دښمنیو د درېوؤ ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي


دخیبر پښتونخوا په سرښار پېښور اؤ لکي مروت سیمه کې د زړو دښمنو په اساس دوؤ بیلابیلو پېښو کې د درېوؤ ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي اؤ پینځه ماشومان ژوبل شوي دی.

دپولیس سرچینو له مخې تیره ورځ د لکي مروت دبخمل احمدزئ سیمې ترڅنګ په خان کلي کې د ماشومانو ترمنځ دکبډۍ سیالي روانه وه چې په دغه مهال دوؤ مخالفو ډلو په یو بل د کبډۍ میدان کې ډزې وکړې.

پولیس وایي په دغو ډزو کې درې ماشومان وژل شوي چې پیژندګلو یې درضوان ،افنان اؤ جرار په نومونو شوې اؤ اؤ‌ پنځه ماشومان نور ژوبل شوي دي.

د وژل شوؤ ماشومانو عمرونه اته، پینځه اؤ دوه کاله ښودل شوي اؤ د پولیس وینا ده چې ډزې کوونکې له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

په عین حال کې د پېښور په کلیواله سیمه انقلاب کې هم د دوؤ ډلو ترمنځ د زمکې پسر د زړې تربګنۍ په اساس ډزې شوي چې پکې درې کسان وژل شوي.

دانقلاب تاڼې دپولیسو محرر امریکا غږ ډیوه ته ویلي د دواړو خواؤ ترمنځ د تیرو ۲۵ؤ کالو راهسې د زمکې پسر دښمني روانه وه اؤ تیره ورځ یې په یو بل ناتاره ډزې کړي دي.

پولیس وایي دې ډزو کې د یو اړخ نه دوه تنه بلال اؤ محمد راحیل اؤ دبل اړخ نه یو تن مسعود وژل شوي‌ دي.

دخیبر پښتونخوا په بیلا بیلو سیمو کې په وړو، وړو کشالو زیاتره دغسې جګړې کیږي چې پکې زلمي،مشران،ښځي اؤ ماشومان خپل ژوند دلاسه ورکوي.

د روان کال د اګست په میاشت کې هم دکوز دیر په ګوسم سیمه کې هم دیوې جرګې په مهال دوؤ مخالفو ډلو ترمینځ ډزې شوي وې چې پکې پینځه کسان وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی ؤ.

همدغسې تیرکال داګست په میاشت کې د لویې اختر په ورځ دخیبر پښتونخوا په مردان سیمه کې د قربانۍ د څاروي په سر د دوؤ ډلو ترمینځ‌ سخته نښته شوې وه چې پکې پینځه کسان وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي وؤ.

تر دغې پېښې یوه میاشت وړاندې په ۲۴مه جولایي هم د پېښور په کلیواله سیمه سوړیزو کې د ماشومانو پسر نښته کې اووه کسان وژل شوي و

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG