لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ به جنرل باجوه ته د نورو درېو کالو پورې د پاتې کېدو اجازه ورکړي؟

د پاکستان د پوځ د اوسني مشر جنرال قمر جاوید باجوه د قسمت فیصله به په ممکنه توګه نن د پاکستان سپریم کورټ کوي. سپریم کورټ به ګوري چې ایا جنرال قمر جاوید باجوه ته د تحریک انصاف د حکومت لخوا ورکړل شوي د نورو درېو کالو پورې د نوکرۍ کولو فیصله سمه ده او کنه؟

په پاکستان کې خبریالان او قانون پوهان د سپریم کورټ د اوورنو په اړه بحثونه کوي او د ممکنه فیصلو په اړه اټکلونه کوي.

د امریکا نیویارک ټائمز لپاره په اسلام اباد کې خبریال سلمان مسود په ټویټر باندې د ممکنه فیصلو په اړه لیکلي،

"سپریم کورټ د وزیراعظم عمران خان د هغه چلینج وروسته خپل زور ازمايي" چې پکې ورته عمران خان ويلي وو چې زرورو سره دې هم هغه شان انصاف اوشي لکه څنګه چې د کمزورو سره کیږي.

نوموړي د ممکنه فېصلې په اړه لیکلي "اول کېدلی شي چې حکومت قانوني کمزوریانې ختم کړي، سپریم کورټ به هغه اومني او د جنرال باجوه د راتلونکې وختونو کې نوکرۍ د مودې غځولو ته به همیش لپاره قانوني تحفظ ورکړي".

مسود ليکلي، "دوېم امکاني صورتحال دا کېدلې شي چې عدالت د حکومت هغه دریځ رد کړي چې ګنې دا وخت په پوځي افسرانو کې داسې هیڅ د دې قابل نشته چې د پوځ مشري اوکړي. په دغه بنیاد باندې به عدالت د جنرال باجوه د نوکرۍ د مودې غځولو فېصله رد کړي او وزیراعظم ته به وايي چې د پوځ نوی مشر اوټاکه، د ښاغلي سلمان په وینا پدغه وخت به ټول حالات د قابو نه باهر شي".

د ښاغلې سلمان په خیال "درېم امکاني صورتحال دا هم کېدلې شي چې حکومت قانوني کمزوري ختم کړي او سپریم کورټ هغه اومني خو د پوځ د مشر د نوکرۍ مودی غځولو له وجې راولاړ شوو اختلافونو له سببه جنرال قمر جاوید باجوه پخپله د نورې نوکرۍ کولو نه انکار اوکړي".

د پاکستان وتلې خبریال سید طلعت حسېن په ټویټر لیکي،

د سپریم کورټ لخوا د جنرل باجوه د نوکرۍ د مودې غځولو امر ځنډولو مختلف اثرات کېدلی شي، "اول به پوځ د اعلی پوځي افسرانو د مشرۍ ترتیب په ځايي اوساتلې شي، او ترڅو چې عدالت فیصله نه وي کړی هیڅ یو پوځي مشر به نه ریټارډ کیږي".

د سپریم کورټ وکیل بابر ستار په خپل ټویټر لیکلي،

"وزیراعظم غوښتل چې عدالتي نظام دې زورورو سره هم هغه شان انصاف اوکړي څنګه چې د کمزورو سره کوي". نوموړی لیکي ایا دغه خواهش پوره کیدونکې دی؟ ښاغلي ستار لیکلي "عدالتي فیصلې ښايي چې صرف قانون زورور دې، عدالت چې کله د قانون باندې عمل کوي نو هم دغه شان فیصلې مخې ته راځي. ښاغلې ستار لیکلي وزیراعظم له د مشر قاضي مننه کول پکار دي چې هغه ورته د حق او د انصاف نظام نمونه په عملي نمونه اوښودله".

ښاغلی ستار لیکي "که اوس به حکومت او د پوځ مشر هغه حالاتو په اړه سپیناوی کوي له کوم د وجې چې د جنرال باجوه نوکري د درېو کالو لپاره اوغځولی شوه نو په دغه عمل کې به ځان هم اوشرمه وي او پوځ هم".

د پاکستان د پوځ ویانده ادراه ايي ایس پي آر وخت په وخت په ټويټر باندې خپل بیانونه په ټويټر شریک کوي.

خو تر اوسه په سپریم کورټ د پوځ د مشر د کېس په اړه يې څه نه دي لیکلي

د پاکستان پپلزګوند غړي او پخواني سینټر فرحت الله بابر د پوځې ویاندې ادارې مشر ډي جي ايس پي آر ته په ټویټر لیکلي

"ستاسو ټویټ انتظار کوو چې تاسو د جنرال باجوه د نوکرۍ د مودې غځولو امر منظور کړو که رد؟".

په سوشل میډیا باندې د وزیراعظم عمران خان هغه پخوانۍ ویډیو هم ډیره خپره شوې چې پکې هغه د پخواني پوځي مشر جنرل اشفاق پرویز کیاني د نوکرۍ د مودې غځولو مخالفت کړی وو او وئیل یې د داسې کولو سره به د هېواد ادارې کمزورې شي.

په سوشل میډیا باندې زیاتره فعالین وايي باید عمران خان اوس هم هغه دريځ خپل کړي او جنرال قمر جاوید باجوه د نوکرۍ د مودې د غځولو نه دې انکار اوکړي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG