لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جمعيت علمااسلام ف په يو مشر مفتي کفايت الله بريد شوی


د جمعيت علمااسلام ف ګوند د خېبرپښتونخوا د مانسهرې ضلعې په مشر مفتي کفايت الله بريد شوی چې پکې نوموړی او هغه سره یې په ګاډي کې ناست زامن ژوبل شوي دي.

د مفتي کفايت الله زوي حسېن کفايت الله ویلي دوی د اسلام اباد نه مانسهرې ته په ګاډي کې روان ؤ او چې کله "مونږ مانسهرې ته ورسېدو او د انټرچېنج نه کوز شو په مونږ پسې دوه ګاډي پسې وو، زمونږ د ګاډي سره یې ټکر ووهو چې نزدې راغله او بيا یې زمونږ لاره ونيوله".

هغه ويلي "د ګاډو نه پينځه پټ مخې کسان کوز شو او په مونږ یې بريد وکړو، بيا چې مفتي صېب کوز شو په هغه يې د اوسپنې په ډنډا ګوزار وکړو او د هغې سره د هغه لاس مات شوی دی خو نور روغ دی".

د ځايي میډيا ترمخه مفتي کفايت الله او زامن يې نزدې روغتون ته منتقل کړی شوي او د مفتي زامنو د نالومو بريد کوونکو پرضد مقدمه هم درج کړی شوې ده.

د مفتي کفايت الله ورور حبيب الرحمان ويلي "بريد کوونکي هغه خلک دي چې مفتي کفايت الله يې پرضد د خلکو په وړاندې خبرې کوي او په بريد کې بريدګرو دوی وژل نا بلکې دا يې ورته پېغام ورکولو چې د هغو پرضد خبرې نه کوي".

د ياد ګوند د خېبرپښتونخوا مشر مولانا عطا الرحمان وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل "دوی د بريد غندنه کوي اود دوی په خيال بريد هغو خلکو کړی څوک چې په دې ملک کې اړی ګړی جوړول غواړي".

د مانسهرې پوليسو د پېښې پخلی کړی او نور جزيات يې نه دي شريک کړي.

مفتي کفايت الله تېره میاشت په اسلام اباد کې د (تهري اېم پي او) لاندې نيول شوی او بيا د ۳۰ ورځو بند وروسته د پېښور هايکورټ د هغه د خوشي کېدو ضمانت منظور کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG