لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې هم زده کوونکي د خپلو حقونو دپاره د يو والي لاريون کوي


په پاکستان کې د بېلابيلو پوهنتونو زده کوونکي د يو والي په نوم لاريونونه کوي او وايي د دې لارې دوی زده کوونکو ته د دوی د حقونو ورکولو او دوی ته د ورپېښو مسلو د هوارولو غوښتنې کوي.

په پېښور کې د بېلابيلو پوهنتونونو زده کوونکو د سيوري لاندې راجوړ شوي لاريون يو مرکزي غړی مشتاق درانی چې په زرعي پوهنتون کې د اېم فل زده کوونکی دی وايي دوی غوښتنې لري چې

غوښتنې

"د پوهنتونو په کچ دې د زده کوونکو اتحاديې په ځای کړی شي او په ملکي کچه دې د زده کوونکو انتخابات وشي".

دوی غوښتنه کوي چې "د تعليمي ادارو د شخصي کولو عمل دې ودرول شي، په فيسونو کې چې کومه ناروا اضافه شوې هغه دې ودرول شي، د لوړو زدکړو د کمېشن څخه چې حکومت کومې پېسې کمې کړي او د زده کوونکو دپاره وظيفې يا سکالرشپې يې ختمې کړي هغه دې بیرته په ځای شي".

دوی وايي "د ملکي بجټ د جي ډي پي کم نه کم پينځه فيصده برخه دې د تعليم دپاره ځانګړې کړی شي، په تعليمې ادارو کې دې په سياسي هلو ځلو بندېز لرې کړی شي او د ملي امنيت په نوم دې د امنيتي ادارو په تعليمي ادارو کې لاسوهنه ودرول شي".

په پېښور کې زده کوونکي دا غوښتنه هم کوي چې "په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډو شوؤ قبايلي ضلعو کې دې معیاري تعليمي ادارې دې جوړې شي او د پاکستان په نورو تعليمې ادارو کې دې د قبايلي سيمو د زده کوونکو دپاره کوټه ياخصوصي څوکۍ زياتې کړی شي".

دوی يوه غوښتنه دا هم کړې چې "۱۳م اپرېل دې په سرکاري توګه د مشال خان په نوم کړی شي".

درانی وايي دوی ته د بېلابيلو سياسي ګوندونو د زده کوونکو تنظيمونو هم ويلی چې په دې لاريون کې به ورسره ګډون کوي.

د جينکو زده کوونکو مسلې

د پېښور پوهنتون د سايکالوجي څانګې زده کوونکې ښکلا چې د لاريون په کمېټۍ کې د جينکو استازيتوب کوي وايي د زده کوونکو جينکو او هلکانو غوښتنې ټولې يو شان دي خو دوی بيا په تعليمي ادارو او پوهنتونونو کې په ځانګړي ډول د جينکو د ځورولو د مخنيوي غوښتنه کوي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ښکلا وويل "په پوهنتونونو کې جينکۍ زده کوونکې ځورول کيږي په ځانګړي ډول د دې کار د مخنيوي دپاره دې په پوهنتونونو کې کمېټيانې جوړې کړی شي او زده کوونکې جينکې دې پکې شامل کړی شي".

هغې دې دا هم وويل "په هاسټلو کې دې په جينکو سخت بندېزونه کم کړی شي او دوی ته دې نورې اړونده اسانتياوې برابر کړی شي".

ښکلا زياته کړه چې کله د زده کوونکو اتحاديې په ځای کړی شي په هغې کې دې جينکو زده کوونکو ته هم پوره برخه ورکړی شي.

راتلونکې تګلاره

فهد کمال چې په اسلاميه کالج پوهنتون کې زده کوونکی دی او د زده کوونکو د لاريون غړی دی، وايي چې دوی به د زده کوونکو د حقونو د غوښتنو دې لړۍ ته دوام ورکوي او په دې لړ کې به د ټولو سياسي ګوندونو د زده کوونکو تنظيمونو سره رابطې کوي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل "دوی غواړي چې د تنظيمونو يوه ګډه غونډه راوبلي او په هغې کې د راتلونکې دپاره تګلاره جوړه کړي چې د زده کوونکو د حقونو او دوی ته په ورپېښو مسلو باندې دوامداره مبارزه پېل کړي".

پېښور کې د زده کوونکو لاريون به د ماسپښين نه وروسته د پېښور پرېس کلب نه تر خېبرپښتونخوا اسمبلۍ پورې وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG