لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو له بند خلاص شوی پروفیسر وایي څو ځل یې مرګ له نزدې لیدلی ؤ


تیره اوونۍ افغانستان کې دطالبانو دبند څخه خوشي شوي اسټریلوي پروفیسر تموتهي ویکس وایي طالبانو سره د قید په مهال هغوئ څو ځل مرګ بیخي له نزدې لیدلی خو په دغه حالت کې یې هم د امید لمنه نه وه پرېښې.

دخبري اژانس ای ایف پي له مخې دطالبانو دبند څخه له خلاصیدو وروسته په وړومبي ځل ۵۰کلن استاد تموتهي په سډني کې د رسینو په وړاندې هغه ټوله کیسه تیره کړې چې دطالبانو دبند پر مهال ورباندې څه تیر شوي وؤ.

هغه ویلي دطالبانو سره یې په بند کې شاوخوا ۱۲۰۰ ورځې کړې خو دغه ازمیښت یې دومره سمدستي ختم شو لکه څنګه چې سمدستي پيل شوی ؤ.

هغه وویل له تښتولو وروسته طالبانو هغوئ په پاکستان اؤ افغانستان کې په داسې تورو خونو کې ساتلي وؤ چې کړکۍ پکې نه وې اؤ د رڼا څرک پکې بیخي نه لګیدو.

په افغانستان کې دامریکایي پوهنتون استادان ویکس اؤ دهغه بل امریکایي ملګری کیون کنګ په اګست کال ۲۰۱۶م کې طالبانو هغه مهال دکابل څخه تښتولي وؤ چې دخپلې دندې ترسره کولو وروسته دپوهنتون څخه کورونو ته روان ؤؤ.

د روانې میاشتې په ۲۰مه نېټه دغه دواړه استاذان دامریکا،طالبانو اؤ افغان دولت ترمنځ دیو تړون په ترڅ کې طالبانو له زندانه خوشې کړي اؤ افغان حکومت ددوئ په بدله کې دطالبانو درې مهم مشران هغوئ ته ورخوشې کړي دي.

ښاغلي ویکس رسنیو ته ویلي “زه د خپلو جذباتو بیانولو دپاره دټکو لټولو هڅه کووم چې څنګه دغه بیخي زما ټول ژوند بدل کړو”

هغه وویل “ځینې وخت خو به مې داسې محسوس کړه چې مرګ لکه بیخي زما پر سر ولاړ دی اؤ زه به هاغه خلک بیا هیچرې ونه وینم چې بې کچه مینه ورسره لرم”

خو هغه وایي “د الله په فضل زه بیا دهلته نه راغلم ،زه ژوندی اؤ روغ رمټ یم”

هغه هاغه شېبې هم یادې کړې چې څنګه سږکال د اپریل میاشت کې هغه په نیمه شپه دچاودنو په غږ له خوبه راپورته شو ا‌ؤ بیا طالبانو دزمکې لاندې سرنګونو ته ننویستو.

هغه وویل دشپې خواوشا دوه بجې یې دچاودنو درانه غږونه ترغوړو شول خو طالبانو ورته وویل چې دا دداعش مربوط یوې سیمه ییزې ډلې برید وکړو.

خو هغه وایي “اوس زه باور لرم چې هغه دامریکا ځانګړي ځواکونه وؤ چې زمونږ دخوشې کولو دپاره یې عملیات کول”

ټموتهی ویکس وایي کله چې یې مونږ سرنګانو ته ننویستو نو پوهیدم چې مونږ دوه،دوه نیم ګزه د زمکې دلاندې وؤ اؤ په دغه مهال یو ناساپه مونږ ته دمخامخ دروازې ترڅنګ یوه درنه چاودنه وشوه .

نوموړی وایي “په دغه وخت پر مونږ مامور ساتونکي بره وختل اؤ په مشین ګنو یې ګولۍ ورولې ،زه باوري یم چې بیخي زمونږ له دروازې بهر امریکایي ځواکونو ولاړ وؤ خو مونږ یې ونه لیدلو”

هغه وویل فکر کوي چې دامریکا ځانګړو ځواکونو دهغوئ دخلاصون دپاره شپږ کرته عملیات کړي وؤ اؤ دهغوئ تر خوا ور رسیدلي وؤ خو د دوئ په موندنه نه وؤ بریالي شوي

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG