لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:په پوځي پوسته برید کې یو عسکر وژل شوی،پینځه ژوبل


په شمالی وزیرستان کې د امنیتي سرتیرو په پوسته وسله وال برید کې یو عسکر وژل شوی او پینځه نور ټپیان شوي‌ دي.

په عین حال کې تیره ورځ دپوځ په ولقه کې دوژل شوی ځوان د وژنې په سر پرلت نن په دویمه ورځ هم په میرانشاه کې دوام لری.

چارواکی وایې د افغان پولې ترڅنګ دشمالی وزیرستان د غلام خان تحصیل دیوګر سیدګی سیمه کې یو شمیر نامعلومه وسله والو د امنیتي سرتیرو په یوه پوسته بېګاه دشپې ډزې کړې چې له امله یې یو عسکر لانس نائیک محمد عمران وژل شوی او پینځه عسکر ژوبل شوي دي.

د ژوبلو عسکرو پېژندګلو دنائیک تسلیم افتخار، سپاهی سلیم، عصمت الله، او محمد زیشان په نومونو شوې ده.

چارواکي وایي چې دبرید په مهال دامنیتي سرتیرو په ځوابی ډزو د وسله والو برید په شاه تمبول شوی دی.

سیمه ییزه انتظامیه هم ددې پېښې پخلی کوي او وائي ټپي شوي عسکر په بیړني حالت کې په میرانشاه سیمه کې نیم پوځی روغتون ته رسول شوي دي.

ددغه پېښې سره سم په ګڼ شمیر کې پولیس،ملیشا ځواک او پوځی سرتیري دپیښې ځائ ته رسېدلي او د لټونې عملیات یې پیل کړي دي.

په شمالی وزیرستان کې په تیره میاشت نومبر کې تر لسو زیات وسله وال بریدونه ترسره شوي چې پکې ۱۳ عسکر وژل شوی ددې په دوه برخې زیات نور ژوبل شوي دي.

د کال 2014م په نیمائي کې پوځ شمالی وزیرستان کې د وسله والو پرضد دضرب عضب په نوم عملیات پیل کړي وؤ اؤ ددغو عملیاتو راپدیخوا د پاکستان پوځ څو ځله دعوې کړي چې سیمه یې د وسله والو نه پاکه کړې ده.

خو سیمه ایز خلک دا دعوې ردوي او وایي تر کډوالۍ وروسته اوس هم پخپلو سیمو کې دناامنۍ سره مخامخ دی او په کور د ننه د نامعلومه کسانو لخوا په هدف کیږی.

په شمالی وزیرستان کې دترهګرۍ وروستۍ پېښه درې ورځې وړاندې په 28م نومبر د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه نه لس کلومیټره لرې سویل لویدیز لوري ته په همزوني سیمه کې رامنځته شوې وه چې دغلته د سړک د غاړې په یوه بمي چادونه کې دوه پوځیان ژوبل شوي وو.

د سیمې څخه یو ځاي مشر جمال داوړ وي او ای ډیوه ته ویلي د هغې وروسته بیا په سیمه کې پوځیانو لټون شروع کړی ؤ چې د همزوڼي کلي نزدې 17 کسان یې ونیول.

د پاکستان پوځ ددغه کسانو د نیولو په هکله تر اوسه څه نه دي ويلي خو تر دې وړاندې د پوځ د مطبوعاتو څانګې ایي ایس پي ار وخت په وخت ويلي دي چې په سیمه کې دترهګرو د مخ نيوي په خاطر پوځ موجود دی.

رپورټونه وايي په سیمه کې د بدو پېښو وروسته پوځ ځائ خلق د پلټنو د پاره نیسي.

شمالي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ ویلی په نیول شوو کسانو کې یو ځوان تن رضالله دپوځ په ولکه کې د وهلو ټکولو له امله مړ شوی دی.

تر دې وژنې وروسته په میرانشاه سیمه کې دځائ خلکو لخوا احتجاجي ناسته یا پرلت پیل شوی اؤ احتجاج کوونکي دریځ لري چې دا کسان وروستو له هغې پوځ نیولي وؤ چې په سیمه کې دمائن چاودنه وشوه.

دسلګونو په شمیر دغو احتجاج کوونکو نن هم میرانشاه سیمه کې پرلت وهلی او وائي کله چې هم وسله وال په امنتی سرتیرو برید تر سره کړي بیا له هغې وروسته امنیتي سرتیري د پیښې ځائې ته نزدې خلک نیسي او وهی ټکوي یې.

د سیمې نه دقامي او صوبائي پارلیمان غړو او دپي ټي ایم مشرانو محسن داوړ او میر کلم وزیر په ټوئټر ددې پېښې سخته غندنه کړې اؤ دپیښې د پلټنو او وژل شوې تن کورنۍ ته د انصاف ورکولو غوښتنه یې کړې ده.

پوځ تر اوسه په رسمي توګه ددې پیښې په اړوند خپل دریځ نه دی ښودلی خو د انتظامیې یو چارواکی د نوم نه څرګندولو په شرط ډیوه ته وویل په دې اړوند د انتظامې مشر عبدالناصر په مشرۍ د وژل شوي تن کورنۍ سره د ډی سی په دفتر کې غونډه روانه ده

د نومبر په دولسمه نیټه هم په شمالي وزیرستان کې د سړک په غاړه بم چاودنه کې د پاکستان دپوځ درې عسکر وژل شوي او یو بل عسکر زخمي شوی ؤ.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG