لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د زده کوونکو د لاريون وروسته وزیراعظم ويلي د چلند اصول جوړؤ


د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي د نړۍ په کچه د یادو پوهنتونونو د جوړ غوره نظام نه به ګټه پورته کوو او د قبلولو وړ د چلند اصول به جوړؤ چې د زده کوونکو اتحاديې په ځای کړی شي.

عمران خان دغه خبره په داسې حال کې کړې چې پاکستان کې په ۲۹م نومبر د پېښور په ګډون د ملک په بېلابيلو ښارونو کې زده کوونکو د يو والي په نوم لاريون کړی اود زده کوونکو د اتحاديو (يونينو) بيرته په ځای کېدو ترڅنګ يې د خپلو حقونو غوښتنې کولې.

عمران خان په ټویټر ويلي، په ملک کې پوهنتونونه د راتلونکې مشرتابه جوړوي او د زده کوونکو اتحاديې پکې مهم رول لوبوي، خو د بده مرغه په پاکستان کې په پوهنتونونو کې د زده کوونکو اتحاديې د جګړو ډګرونه جوړ شوي او په کېمپسونو کې يې د پوهې ماحول تباه کړی دی.

عمران خان د زده کوونکو د اتحاديو په ځای کولو خبره کړې خو په پنجاب صوبه کې د لاريون کوونکو يو مشر عالمګير وزير بې درکه کړی شوی او بيا د اتوار په ورځ په لاهور کې د زده کوونکو پرضد مقدمه جوړه کړی شوې ده.

د راپورونو ترمخه په لاهور کې پوليسو په مقدمه کې د مشال خان د پلار اقبال لالا نوم هم شامل کړی دی.

مشال خان د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د ژورنالزم د څانګې زده کوونکی ؤ په کال ۲۰۱۷ م کې د اپرېل په ۱۳م په هغه د مذهب د سپکاوي تور لګولی شوی او د پوهنتون زده کوونکو په تشدد وژلی ؤ.

د بشري حقونو نړیوال تنظیم (اېمنسټي انټرنيشنل) ويلي په پاکستان کې زده کوونکو پرضد مقدمې درج کول او عمليات کول د رایې د ازادۍ د اظهار سرغړونه ده.

اېمنسټي انټرنيشنل د عالمګير وزیر په ګډون د نيول شوؤ زده کوونکو خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري هم په زده کوونکو د مقدمو جوړول غندلي دي او دې کار ته يې ریاستي جبر ويلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG