لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سپينې ماڼۍ ويلي د مواخذې په اورېدنه کې ګډون نه کوي


سپينې ماڼۍ اعلان کړی چې دوي به د شورو، چارشنبې په ورځ د عدالتي کمېټۍ په اورېدنه کې برخه نه اخلي.

د صدر ټرمپ په ضد د مواخذې کاروايي دوېم پړاو ته رسېدلې او د دې کمېټۍ مشر جېرولډ ناډلر امريکايي صدر سره د خپلو وکيلانو د کمېټۍ د اورېدنې دپاره رابللی وو.

د سپينې ماڼۍ له خوا د بلنې خبرونه رد کړې شوي او صدر ټرمپ به روانه اوونۍ د لندن سره نزدې د ناټو دستورې له ځي.

د سپينې ماڼۍ مشاور پېټ سيپولون دا خبرونه رد کړي او ښاغلي ناډلر ته يې په يو خط کې ليکلي، "مونږ تمع نه لرو چې په دې اورېدنه کې ګډون وکړو ځکه چې تر اوسه د ګواه نوم نه دی اخستی شوی. دا هم ښکاره نه ده چې عدالتي کميټي د صدر په اړه زياتي اورېدنه په شفافه توګه وکړې شي کنه؟".

نوموړی وايي چې دوي به د روانې اوونۍ په اخر کې د سپينې ماڼۍ له خوا په راتلونکې اورېدنو کې د ګډون په اړه ځواب ورکوي.

بل اړخ ته د دغه کمېټۍ مشر ښاغلي ناډلر صدر ټرمپ او د هغه مشاور ته په دغه بلنه کې دا باور ورکړی چې دوي به د معلوماتو دا لړۍ په شفافه توګه يقيني کوي.

د هغه په وينا چې، "د صدر ټرمپ سره دا موقع ده چې هغه د مواخذې اورېدنې ته حاضر شي او يا بايد هغه د دې لړۍ په اړه ګِلې نه کوي."

د چارشنبې په ورځ کېدونکې دې اورېدنه کې به د صدر د مواخذې په اړه د اييني حالاتو جاج اخستلی کېږي او قانوني ماهر به هغه ګواهان وي چې تر دې دمه يې نومونه نه دي ښکاره کړی شوي.

په دې لړ کې استخباراتي کمېټۍ هم تېره مياشت ښکاره او پټ يو شمېر غونډې کړي او دوي به عدالتي کمېټۍ ته خپل رپورټ لېږي، او د دې غړي به دا فېصله کوي چې ايا د صدر ټرمپ خلاف د مواخذې مادې واپس واخستلی شي يا نه؟

د مواخذې لپاره ممکنه الزام رشوت، بدعنواني يا نور لوی جرمونه کېدی شي.

په صدر ټرمپ الزام دی چې څلور سوه مليونه ډالره يې يوکراين ته د پوځي امداد په شکل کې ورکړي چې په بدل کې يې د يوکراين صدر ولادمير زيلنسکای په اولسي توګه دا باور ورکړی چې هغه به د صدر ټرمپ د ۲۰۲۰م د صدارتي ټاکنو مخالف جوی بايډن د مبيینه کرپشن تحقيقات کوي.

د ښاغلي بايډن زوی هنټر د يوکراين ګېس کمپنۍ بوريزما د مشرانو په فهرست کې شامل دی او صدر ټرمپ الزام لګوي چې چې کله ښاغلی بايډن مرستيال صدر وو نو هغه دا دړکه ورکړې وه که د هغه وکيل چې د بوريزما په اړه تحقيقات کوي، له څوکۍ لرې نه کړی شو نو دوي به يوکراين ته د قرض ورکولو ضمانت وځنډوي.

ټرمپ دا تکرار هم کوي چې د ۲۰۱۶م صدارتي ټاکنو کې روس نه بلکې يوکراين د ډېموکرېټس ګوند لپاره مداخلت کړی وو.

د ښاغلي بايډن خلاف تر دې دمه کوم شواهد نه دي ترلاسه شوي او دا په اصل کې د هغه سازش په اساس لګولی شوي وو چې په روس کې جوړ کړی شوی وو.

صدر ټرمپ هم په هغه لګېدلي الزمونه ردوي او د مواخذې تحقيقات يوه دوکه بولي.

XS
SM
MD
LG