لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مردان کې د پي ټي اېم پلوي د پوهنتون استاذ جېل ته لېږل شوی، په کوټه کې د پي ټي اېم په غړو جوړې مقدمې ختم کړی شوي


د کراچۍ د پي ټي اېم جلسه ، جنوري 20، 2019

د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې د پاکستان مرکزي پلټنيزې ادارې (اېف ايي ای) د عبدالولي خان پوهنتون استاذ اختر خان چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پلوی دی، د سائبر کرايم قانون لاندې نيولی او نن عدالت جېل ته په جوډيشل ریمانډ لېږلی دی.

بل لور ته په بلوچستان صوبه کې د پي ټي اېم وکیل وايي په صوبه کې چې د پي ټي اېم د غړو پرضد څومره مقدمې جوړې کړی شوې وې هايکورټ امر کړی او هغه ټولې يې ختمې کړي دي.

د پي ټي اېم په اړوند د حکومت نظر

د پاکستان حکومت او پوځ په پي ټي اېم تورونه لګوي چې د بهرنيو هېوادونو څخه ورته پېسې ورکول کيږي، اود پي ټي اېم په غړو د غدارۍ او د رياست پرضد هلوځلو کې د ککړتيا او ترهګرۍ مقدمې درج کول کيږي.

خو پي ټي اېم دغه تورونه ردوي او وايي غورځنګ د ملک د ائين او قانون لاندې د خپلو حقونو دپاره مبارزه کوي.

د پوهنتون د استاذ وکيل څه وايي؟

د اختر خان وکيل شهاب خټک وايي، د عبدالولي خان پوهنتون د پوليټکل سائنس د څانګې استاذ پرون د ګل، دوشنبې په ورځ د اېف ایي ای چارواکو نيولی او نن د پېښور جوډيشل مجسټريټ هغه جېل ته ولېږو.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، دوی د اختر خان دپاره عدالت ته خواست کړی ؤ چې هغه په جوډيشل ریمانډ جېل ته وليږي او هغه جېل ته ولېږل شو.

هغه وويل دا به وروسته کتلی شي چې نيول شوي اختر خان د سايبر کرايم قانون مات کړی که نا؟ خو دا خبره ښکاره ده چې په ملک کې د اظهار رای ازادي نشته او حکومت په خپله د پاکستان د اساسي قانون د بنیادي انساني حقونو سرغړونې کوي.

د پاکستان سايبر کرايم قانون

د پاکستان د سايبر قانون په ماده لسمه او يوولسمه کې ويل شوي دي، چې د ټولنيزو رسنیو د لارې يو تن ته اجازه نشته چې مذهبي يا سياسي داسې بحث وکړي چې ترېنه نفرت ته وده ورکول کيږي.

د پي ټي اېم په وېنا دا وخت د غورځنګ د شپږو نه زيات غړي د خېبرپښتونخوا په بېلابیلو زندانونو کې بنديوان دي او په وروستيو کې د غورځنګ ګڼ شمېر غړي د عدالتونو په امر د زندانونو څخه خوشي کړی شوي دي.

په کوټه کې د پي ټي اېم د پلويانو پرضد جوړې مقدمې ختم کړی شوي

حبيب الرحمان ناصر د پي ټي اېم د وکیلانو د کمېټۍ مشر دی وايي چې په بلوچستان کې هايکورټ کې د ۳۵ کسانو په اړوند خواست کړی ؤ چې د بلوچستان په بېلابيلو سيمو کې د دوی پرضد کومې مقدمې (اېف ايي ار) درج شوې وې، د عدالت فېصله راغلې او دغه ټولې مقدمې ختمې کړی شوي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه د (تهري اېم پي او) قانون لاندې د اته کسانو پرضد چې کومې مقدمې وې هغه يې هم ختمې کړي او اوس په بلوچستان کې د پي ټي اېم ټول نيول شوي غړي ازاد دي.

هغه وويل په بلوچستان صوبه کې دا وخت د پي ټي اېم يو غړی هم بنديوان نشته.

XS
SM
MD
LG