لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ د نېټو په اړه د فرانس د صدر په بیان نیوکې کړي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د فرانس صدر اېمېنول مېکرا په دې بیان نیوکې کړي چې فرانسوي صدر پکې د نېټو په اړه ویلي د غربي هېوادونو دغه پوځي اتحاد په "ذهني توگه مړ" دی. صدر ټرمپ وویل د اېمېنول مېکرا دغه بیان ډیر "ناوړه" دی.

په لندن کې د نېټو جنرل سېکرېټري جنرل ینز سټالټنبرگ سره د مشترکه خبري غونډې په مهال صدر ټرمپ وویل د نېټو په اړه څوک داسې بیانونه باید ورنکړي.

د نېټو په اړه څرگندونې د فرانس صدر اېمېنول مېکرا تېره میاشت د اکانمسټ مجلې سره مرکه کې وکړې او تر اوسه په خپل دریځ ولاړ دی. هغه وویل نېټو د بېدارۍ غږ ته اړتیا لري او پکار ده چې دغه پوځي اتحاد په مسلو توجه کړی، پرځای د دې چې د نېټو غړي ائتلاف سره څومره مالي مرسته کوي.

ټاکل شوي ده چې صدر ټرمپ او صدر مېکرا به د نهې، سه شنېې، په ورځ ملاقات هم کوي.

د صدارت ترلاسه کولو راهسې د نېټو مالي چارې ډانلډ ټرمپ دپاره مهمه موضوع پاتې شوې ده او وايي چې امریکې په بې ځایه ډول د نېټو د مالي چارو پېټې پورته کړې دی.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له لندن څخه خپل سفر له دې ژمنې سره پیل کړی چې د برتانیې په عمومي ټاکنو به چې د ډیسمبر په ۱۲ نېټه ترسره کېږي خبرې نه کوي.

ټرمپ د ناټو له عمومي منشي ینز سټالټنبرک سره تر لیدنې وروسته د ګډو خبرو پر وخت وویل:

(زه یې په اړه هېڅ نظر نه لرم. دا به ددې ستر هېواد لپاره ډېرې مهمې ټاکنې وي خو زه یې په اړه هېڅ نظر نه لرم.)

خو ولسمشر د خپل نظر د نه ورکولو په دریځ ولاړ پاتې نشو بلکه وویل چې بورېس ډېر وړ کس دی او زه فکر کوم چې هغه به ښه کار وکړي.

په لندن کې د ناټو د ۷۰ مې کلیزې په مناسبت د ناټو دغه سرمشریزه جوړه شوې چې موخه یې د ناټو ځواکمن پاتې کېدل دي.

د برتانیې لومړي وزیر بورېس جانس په یوې وروستۍ مرکه کې ټرمپ ته خبرداری ورکړی وو چې دده په اړه دې نه غږېږي او زیاته کړې وه چې دا به غوره وي چې یو اړخ هم د یو او بل په ټاکنیز کمپاین کې لاسوهنه و نه کړي.

په اکټوبر کې ټرمپ د جانسن ستاینه کړې وه او ویلي وه چې دی ددې وخت لپاره غوره کس دی او دا یې هم ویلي وو چې د کارګر ګوند یا لېبر پارتي څخه جیرمي کاربېن به یو ډېر بد وزیر اعظم وي.

رهبران ډېر کم له ډپلوماټیکو اصولو څخه سرغړونه کوي او د نورو هېوادونو په ټاکنو باندې غږېږي.

ټرمپ او جانسن به د ناټو له نورو مشرانو سره په ډلیزو لیدنو کې سره وګوري خو دا لا څرګنده نه ده چې ایا دوی به یو په یوه هم سره وګوري او که نه.

له سټالټنیبرګ سره د لیدنې سربېره ټاکل شوې ده چې ټرمپ به د فرانسې له ولسمشر ایمانوېل مکرون او د جرمني له لومړۍ وزېرې انګېلا مرکل سره هم وګوري.

د دواړو مشرانو ترمنځ له نننۍ لیدنې مخکې ټرمپ د فرانسې په ولسمشر باندې د ناټو په اړه د هغه د وروستیو څرګندونو له امله نیوکې کړې وې چې ویلي یې و ناټو له زهني مرګ سره مخ ده.

ټرمپ ویلي وو دا ښې خبرې نه وې او د مکرون څرګندونې نورو غړو ته سپکاوی وو.

په تېرو وختونو کې ټرمپ ویلي وو چې ناټو یو تاریخ تېری تړون دی او له دغه اتحاد څخه د وتلو هیله یې بیا بیا څرګنده کړې ده.

د مکرون څرګندونې د لندن په اکانومېسټ مجله کې تېره میاشت خپرې شوې وې او تر هغې وروسته یې له خپلو څخه دفاع هم کړې ده.

مکرون ویلي، ناټو ته باید د بیداری دا خبرې شوی وای او ناټو باید خپلو مسلو ته پام وکړي.

همدارنګه ټاکل شوې ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به هم د فرانسې، برتانیې او د جرمني له مشرانو سره نن د نهې یا سې شنبې په ورځ په ناټو کې د لندن د غونډې په څنډه کې سره وګوري.

په ترکیه باندې د سوریې په شمالي برخو کې د کردي ملیشو پرضد د روانو پوځي عملیاتو له امله نیوکې کیږي.

اردوغان همدارنګه له اروپايي هېوادونو څخه غواړي چې په میلیونونو سوریايي کډوالو ته دې غېږه پرانېزي.

ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې د ولسمشر په توګه د کار د پیل راهیسې د ناټو د لګښتونو په اړه شکایت کوي او وايي چې امریکا د ناټو تر ټولو زیات لګښت ورکوي.

سټالټنبرګ د نهې یا سې شنبې په ورځ په دې مسله کې د ټرمپ د مشرۍ ستاینه وکړه او وویل چې یو ريښتینی اغیز يې لاره.

هغه وویل د ناټو په دفاعي بودیجه کې ۱۳۰ بیلینه ډالره زیاتوالی راغلی او تر ۲۰۲۴ کاله پورې به دا اندازه ۴۰۰ بیلینو ډالرو ته ورسېږي.

د بودیجې ترڅنګ سټالټنبرګ وویل، چې رهبران به د ترهګرۍ پرضد هڅو، د وسلو په کنټرول، له روسیې سره پر اړیکو او د چین په پورته کېدو باندې خبرې وکړي.

د ناټو دغه سرمشریزه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د هېواد دننه د ټرمپ د مواخذې بهیر پر مخ روان دی.

ټرمپ د نهې یا سې شنبې په ورځ یو ځل بیا په ډیموکراټانو باندې نیوکې وکړې او وویل، دا مناسبه نه ده چې د هغه په اړه د مواخذې اورېدنه په داسې وخت کې کېږي چې دی په سرمشریزه کې ګډون کوي.

خو کله چې ترې وپوښتل شول ایا د مواخذې پر مختګ به له مشرانو سره د لیدنې پر وخت دده دریځ کمزوی کړی ټرمپ وویل، نه داسې فکر نه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG