په برتانیه کې دجرمونو دمخنیوي ملي ادارې(این سی ای) دپاکستان د زمکو ستر کاروباري ملک ریاض څخه د ۱۹۰میلیونو پاونډونو اؤ پنګو په اخستلو دهغه سره روانه معامله هواره کړې ده.
ددې معاملې دهواري نه وروسته دملک ریاض څخه ترلاسه شوې شاوخوا۳۸ اربه روپۍ به پاکستان ته سپارل کیږي.
دبرتانیې دجرمونو دمخنوي ملي ادارې پخپل یو بیان کې ویلي چې دپاکستان دکاروباري شخصیت ملک ریاض د۱۹۰میلینو پاونډونو رقم ګنګل کړل شوی ؤ چې په هغې کې د۵۰میلیونه پاونډونو زمکې اؤ دبرتانیې بانکونو کې پراته ۱۴۰ میلیونه پاونډونه شامل وؤ.
دملک ریاض دغه بانکي حسابات د ویسټ منسټر کورټ په امر کنګل کړل شوي وؤ .
دجرمونو دمخنیوي برتانوي ادارې ویلي اوس به دا ټولې پنګې پاکستان ته بیرته ستنولی شي.
بیان کې راغلي چې دملک ریاض په ضد پلټنې روانې وې اؤ د هغه کورنۍ دیادو پیسو په بدل کې دمعاملې هوارولو وړاندیز کړی چې هغه منل شوی .
دبرتانیې دجرمونو دمخنیوي ادارې د ۱۹کروړو پاونډونو وړاندیز منلی چې په هغې کې د پینځوؤ کروړو دمالیت دهائيډ پارک زمکه اؤ کنګل کړل شوي بانکې حسابات شامل ي.
پاکستاني نژاده برتانوي وکیل بیرسټر امجد ملک امریکه غږ ته ویلي چې پاکستاني اړونده ادارې سره د معاملې راټولولو وروسته اوس دملک ریاض دغه بانکي حسابات له کنګل کیدو خلاص شوي اؤ اوس به دا پیسې دپاکستان حکومت ته ورکول کیږي.
خو اخوا ملک ریاض په ټوئټر لیکلي چې دهغه څه مخالفین د این سی ای راپور په ناسمه توګه وړاندې کوي .
هغه ویلي چې د این سی ای په بیان کې راغلي چې دا یوه غیر دولتي معامله وه چې هیڅ غیرقانوني اړخ یې نه درولودو.
ملک ریاض وایي هغه دپاکستان ستره محکمه کې دپیسو جمع کولو په غرض برتانیه کې خپل د ۱۹کروړو پونډونو جائیداد پلورلی دی.
په ملک ریاض اؤ دهغه په اداره بحریه ټاون کراچۍ کې د اربونو روپو د زمکې په ټيټه بیعه داخستلو تورونه هم لګول شوي وؤچې په هغې سږکال ملک ریاض دپاکستان ستره محکمه کې د۴۶۰اربو روپو جمع کولو باور ورکړی ؤ اؤ ددې وړاندیز په بدل کې هغه ته په بحریه ټاون کراچۍ کې دکار د دوام اجازه ورکړل شوې ده