لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:پولیس وایي دیوې افغان مېرمنې په نیولو سره یې دترهګرۍ هڅه شنډه کړې


دپېښور پولیسو دعوه کړې ده چې دترهګرې ډلې سره دتړاؤ لرونکې یوې افغانۍ میرمنې په نیولو سره یې د ترهګرۍ ستره هڅه شنډه کړې ده.

دچهارشنبې په ورځ دپېښور ښار دپولیسو مشر ایس پي محمد شعیب خان خبریالانو ته ویلي چې ترهګرې ډلې سره تړاؤ لرونکې یوې افغان میرمنې غوښتل لاهور ته د ترهګرۍ دپاره چاودیدونکي توکي انتقال کړي خو پولیسو ته ددې اطلاع ورسېدله اؤ هغه یې ونیوله.

دپولیسو مشر وایي دغه میرمن دڅو ساعتو د لټونې له عملیاتو وروسته نیول شوې اؤ تر هغې وروسته د ترهګرۍ دمخنیوي محکمې سي ټي ډي ته سپارل شوې ده.

دپولیسو سرچینه وایي ددغه میرمنې له نیول کیدو وروسته دهغې په ښودنه درې تنه نور افغانان هم نیول شوي چې غوښتل یې لاهور کې ترهګري وکړي.

ایس پي محمد شعیب وویل د نیول شوې میرمنې نه چاودیدونکي مواد ترلاسه شوي اؤ پولیسو نورې پلټنې پیل کړي دي .

هغه دا هم وویل چې دتیرې څه مودې راهسې پولیسو ته داسې اطلاعات ترلاسه کیدل چې ترهګر غواړي پېښور اؤ لاهور کې په مهمو مقاماتو کې ترهګري وککړي خو دپېښور پولیسو دترهګرۍ دا ناوړه هڅې شنډې کړي دي.

پولیسو دنیول شوې افغان میرمنې هویت پټ ساتلی اؤ نه دي ویلي چې دهغې نوم څه دی اؤ دافغانستان دکومې سیمې سره تړاؤ لري.

ددغه پېښې په هکله چې مو کله په پېښور کې دافغان کونسلګرۍ سرپرست ښاغلي هاشم نیازي دنظر معلومولو په غرض هغه سره دټيلیفوني تماس نیولو هڅه وکړه نو دهغه ټيلي فون هیڅځواب نه ویلو.

د پېښور په زندان کې دا مهال په سلګونو افغانان چې میرمنې هم پکې شامل دي، بندي دي اؤ دافغان کونسلګري چارواکي وایي چې په دوئ کې زیاتره بېګناه یا په معمولي جرمونو کې ککړ خلک دي چې دخلاصون دپاره یې پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG