لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پخواني پوځي آمر جنرل مشرف د غدارۍ د مقدمې تر اورېدنې مخکې ځان په ناروغۍ اړولی


واشنګټن ــــ د پاکستاني عدالتونو له خوا فرار یا اشتهاري ګرځول شوی پخوانی پوځي آمر جنرل پروېز مشرف د غدارۍ د مقدمې تر راتلونکې اورېدنې وړاندې په یو ویډیو کې لیدل کېږي چې د دوبۍ ښار په کوم روغتون کې پر بستر پروت دی او په ظاهره د یو ناروغه تن په شان په خپل ویډیویي پیغام کې وایي چې په ضد یې د غدارۍ مقدمه بې بنیاده ده.

"غداري خو پرېږده ما خو د دې ملک لپاره ډېر خدمتونه کړي دي، جګړې مې ورته کړې دي او لس کاله مې د هېواد خدمت کړی دی ځکه زه فکر کوم چې دا مقدمه بې بنیاده ده، په دې کېس کې نه ما اوري او نه زما وکیل اورېدل کېږي نو دا زه زیاتوب او له انصافه لرې کار ګڼم".

د جنرل مشرف پر ضد د غدارۍ د مقدمې فیصله یو ځانګړي عدالت کړې وه او د فیصلې اورېدلو لپاره یې د نومبر 28مه نېټه ورکړې وه خو په پاکستان کې د واکمن تحریک انصاف د داخله چارو د وزارت په غوښتنه د اسلام اباد هایکورټ د ځانګړي عدالت فیصله وځنډوله.

په پخواني پوځي آمر پروېز مشرف باندې تور دی چې د خپلې واکمنۍ په مهال یې د پاکستان آیین مات کړی او په همدې تور د هغه په ضد له 2013م کال راهیسې د غدارۍ مقدمه چلېږي، چې هغه په دې موده کې یواځې یو ځل عدالت ته وړاندې شوی دی.

د اسلام اباد ځانګړي عدالت د دسمبر 5مه نېټه ټاکلې او مشرف ته یې امر کړی چې عدالت ته خپل بیان وړاندې کړي. پروېز مشرف پخپل ویډیويي پیغام کې وایي هغه سخت ناروغه دی خو وایي تیار دی چې عدالتي کمېشن ته خپل بیان ورکړي:

"تر کومه ځایه چې زما خبره ده کمېشن دې ضرور راشي زه تیار یم چې خپل بیان ورکړم، ما دې واوري او و دې ګوري چې په څه حالت کې یم له هغه وروسته دې فیصله وکړي او د هغه کمېشن خبره دې په عدالت کې واورېدل شي او زما وکیل دې واورېدل شي زه هیله من یم چې له ما سره به انصاف وشي".

د پاکستان پوځي آمر ته ورته حال په وروستي تاریخ کې د چیلي پخوانی جنرل پینوشې هم وو. نوموړي په چیلي کې نیزدې اوولس کاله پوځي آمر پاتې شوی وو خو وروسته بیا د یو شمېر بشري حقونو د سرغړونو مقدمې پرې جوړې شوې. جنرل پینوشې ته د خراب صحت له کبله یو څه نرمي ښودل شوې وه خو کله چې د 91 کالو په عمر مړ کېده نو پر ضد یې په عدالتونو کې د بشري حقونو د سرغړونو په سوونو مقدمې موجودې وې.

پروېز مشرف پخپل کتاب (د اور پر لیکه) کې لیکلي چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې یې په ګڼ شمېر پاکستانیانو چې اکثر یې د قبایلي ضلعو اوسېدونکي وو له امریکې څخه پیسې اخیستې او ډېر یې امریکې ته سپارلي دي.

د مشرف په ضد د سختې غدارۍ مقدمه د مسلم لیګ (ن) ګوند تېر حکومت پیل کړې وه، چې د 2014م کال په مارچ کې ځانګړي عدالت هغه تورن اعلان کړی وو او د همدې کال په سپټمبر میاشت کې د سرکاري وکیل دفتر د هغه په اړه عدالت ته ثبوتونه وړاندې کړي وو.

د غدارۍ د مقدمې له کبله تېر حکومت د هغه نوم د سفري بندیزونو په نوملړ کې اچولی وو، خو په 2016م کال کې د عدالت په امر د هغه نوم له اې سي ایل څخه و ایستل شو او هغه له هېواده بهر لاړ چې بیا تر اوسه نه دی را ستون شوی.

په پروېز مشرف باندې د بلوڅ ملتپال مشر او پخواني وزیراعلی نواب اکبر بګټي د وژنې په تور هم مقدمه درج شوې وه خو د بلوچستان هایکورټ په 2016م کال کې هغه بري کړ.

د پاکستان په 72 کلن تاریخ کې پر دې هېواد زیاته واکمني پوځي آمرانو کړې او لږ موده پکې جمهوریت اوسېدلی چې هغه هم د جمهوریت پلوه سیاستوالو په وینا د پوځ تر سیوري لاندې اوسېدلی. لومړۍ مارشلا په 1958م کال کې د ایوب خان له خوا، دویمه مارشلا په 1969م کال کې د یحی خان له خوا، درېیمه مارشلا په 1977م کال کې د ضیاوالحق له خوا او څلورمه مارشلا د پروېز مشرف له خوا په 1999م کال کې ولګول شوه.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG