لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې خوراکي او غیرخوراکي شیان تر هر وخت زیات 12.7 فیصده ګران شوي


واشنګټن ــــ د پاکستان د شماریاتو اداره وایي په هېواد کې د تېلو، ګېسو او نورو خوراکي شیانو په بیو کې 12.7 فیصده زیاتوالی راغلی چې دا په تېرو نهو کلونو کې تر بل هر وخت زیاته ګراني ده. د شماریاتو ادارې (پي بي سي) پخپل رپوټ کې ویلي چې د شیانو قیمتونه یواځې په تېره یوه میاشت کې 1.3 فیصده زیات شوي دي.

د پاکستان د مالیاتو مرکزي وزارت په یوه لنډ بیان کې دعوه کړې چې د نوي کال په لومړۍ میاشت کې به ګراني بیرته کمه شي خو د اقتصادي چارو پوهان وایي د پاکستان اقتصادي بحران ته په کتو داسې ښکاري چې ګراني به نوره هم زیاته شي.

د شماریاتو اداره د نهې- چارشنبې په ورځ پخپل رپوټ کې ویلي، په نومبر میاشت کې تر بل هر شي د خوراکي شیانو بیې ډېرې زیاتې وې چې وایي په کلیوالو سیمو کې دا بیې تر ښاري سیمو څو چنده زیاتې وې.

په رپوټ کې ویل شوي چې په نومبر کې په ښاري سیمو کې ګراني د کال په بنیاد 16.6 فیصده او د میاشتې په بنیاد 2.4 فیصده زیاته شوې، همدارنګه په کلیوالو سیمو کې د کال په بنیاد 19.3 فیصده او د میاشتې په بنیاد 3.4 فیصده زیاته شوې ده.

دا مهال په ښاري سیمو کې ټماټر 149.41 فیصده، ماش دال 11.72 فیصده، مونګ دال 7.79 فیصده، مسور دال 2.66 فیصده، غنم 6.86 فیصده، پټاټې 6.72 فیصده، اوړه 4.74 فیصده، لوبیا 4.53 فیصده، پیاز 3.82 فیصده، وچه مېوه 3.22 فیصده، د سر تېل 2.49 فیصده، تازه پۍ 1.42 فیصده، د پخلي تېل 1.2 فیصده او ماهی 1.17 ګران شوي دي.

همدارنګه په ښاري سیمو کې د سیزیو بیې 11.52 فیصده، د چرګ غوښه 2.28 فیصده، بوره (چیني) 1.18 فیصده او تازه مېوه 1.03 فیصده زیاتې شوې دي.

بل لور ته په کلیوالو سیمو کې ټماټر 189.67 فیصده، پیاز 13.83 فیصده، غنم 10.85 فیصده، منګ دال 8.55 فیصده، مسور دال 3.89 فیصده، لوبیا 6.24 فیصده، اوړه 6.15 فیصده، تازه مېوه 4.68 فیصده، پټاټې 4.43 فیصده، وچه مېوه 3.05 فیصده، کاټن کپړه 2.58 فیصده، هګۍ 1.31 فیصده، ماهی 1.3 فیصده، تیار خوراکونه 1.19 فیصده او وریجې 1.02 فیصده ګران شوي دي.

د دې تر څنګ په ښاري سیمو کې غیرخوراکي شیان د کال په بنیاد 9.6 فیصده ګران شوي او په کلیوالو سیمو کې 9 فیصده ګران شوي دي، چې په دې کې پیټرول، ګېس، لرګي، جامې، بوټونه او نور د اړتیا وړ شیان شامل دي.

خو د دې په نسبت په تېره نومبر میاشت کې په ښاري سیمو کې د ګرانۍ کچه 7.5 فیصده او په کلیوالو سیمو کې 8.6 فیصده وه.

د پیسو د نړیوالې ادارې ای ایم ایف د اندازې له مخې کېدای شي په پاکستان کې ګراني 13 فیصده ته پورته شي، خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت وایي په روان مالي کال کې به ګراني د 11 او 13 فیصده تر منځ وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG