لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تروریستانو د پټنځایونو موضوع باید په اساسي توګه هواره شي


دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ سره دکابل په وروستي سفر کې دتروریستانو دپټنځایونو په هکله خبرې اترې کړي دي اؤ اوس به دتروریستانو دپټېدو ځایونو ته جدي پام کیږي.

د پنجشنبې په ورځ د ولسي جرګې د داخلي امنیت، بین المللي اړیکو او د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې کمېسیونونو مسوولینو او غړو سره خبرو کې ولسمشر غني ویلي اوربند د سولې د مذاکراتو دپاره وړاندینی شرط دی او طالبان باید په دې برخه کې خپل نیت، ظرفیت او اراده وښایي.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې ولسمشر اشرف غني وویل د تلپاتې سولې د تامین په موخه د تروریستانو دپټنځایونو موضوع باید په اساسي توګه حل شي.

اشرف غني په واضحه توګه نه دي ویلي چې تروریستان چرته پټ‌ دي خو تر دې وړاندې نوموړي پخپلو زیاترو ویناګانو کې په کراتو کراتو ویلي چې تروریستان دافغانستان دپولو نه بهر خوندي ځالې لري اؤ دبهر نه ورسره کومکونه کیږي.

هغه څوځله پاکستان هم تورن کړی چې پخپله خاوره یې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ له دغه ځایه تروریستان افغانستان کې په ائتلافي اؤ افغان ځواکونو بریدونه کوي.

خو اسلام اباد تل د کابل دا تورونه رد کړي اؤ دریځ لري چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې تر ټولو زیاتې قربانۍ پاکستان ورکړي ځکه نو نه دتروریستانو پالنه کوي اؤ نه یې ملاتړ کوي.

اشرف غني پخپلو خبرو کې وویل ،د سولې په اړه ملي اجماع موجوده ده او د سولې هره کېدونکې موافقتنامه به له ولس او د ولس استازو سره په مشوره وشي خو هغه واضحه کړه چې دسولې دپاره به طالبانو ته وړومبی شرط اوربند وي.

تیره اوونۍ کابل ته دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ دخپل یو ناساپي سفر په مهال خبریالانو ته ویلي وؤ چې طالبان سولې اؤ اوربند دواړو ته چمتو شوي دي اؤ دصدر ټرمپ له دغو څرګندونو وروسته اوړمه ورځ افغان سولې دپاره دامریکا استازی زلمی خلیلزاد هم کابل ته رسېدلی ؤ اؤ اشرف غني سره یې په افغان سوله خبرې کړې وې.

دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت دبیان له مخې کابل ته له سفر وروسته به زلمی خلیلزاد دوحې ته هم سفر وکړي اؤ دغلته به طالب مشرانو سره افغانستان کې په سوله اؤ اوربند خبرې اترې وکړي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله یوه وروستۍ مرکه کې په ډاګه کړې وه چې طالبان که امریکا سره دوباره دسولې خبرې کوي نو داخبرې به له هغه ځایه پیل کیږي په کوم ځائ چې ختمې شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG