لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبشري حقونو نړیواله ورځ،دپاکستاني واکمنو بیانونو کې کشمیر شته خو بې درکه پښتانه اؤ بلوڅان نه


دبشري حقونو نړیواله ورځ نن(سه شنبه) په داسې حال کې نمانځل کیږي چې پاکستان کې دبشري حقونو څخه د سرغړونو اؤ ریاستي جبر اؤ زیاتیو په ضد یو شمیر تحریکونو سر راپورته کړی.

مدني فعالان اؤ‌ دبشري حقونو دپاره کارکوونکي سازمانونه تورونه لګوي چې دخیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو نه په زرګونو خلک امنیتي ادارو پورته کړي اؤ بې درکه کړي یې دي خو پوځ دا تورونه ردوي.

دپاکستان صدر ډاکټر عارف علوي اؤ وزیراعظم عمران خان په ننۍ ورځ خپلو مطبوعاتي پیغامونو کې دکشمیر دهند د واک لاندې کشمیر خلکو سره کیدونکی وضعیت د ستر ظلم په نوم یاد کړی اؤ په ملګرو ملتونو اؤ نړیواله ټولنه یې ټینګار کړی چې په کشمیریانو دهند له لوري دکیدونکو ظلمونو مخه ونیسي خو هغوئ پخپلو بیانونو کې دپاکستان دننه دبشري حقونو څخه دکېدونکو سرغړونو هیڅ ذکر نه دی کړی.

عمران خان وایي حکومت یې خپلو وګړو ته دهغو ټولو حقونو ورکولو دپاره ژمن دی چې اسلام،دپاکستان ائین اؤ قانون هغوئ ته ورکړي دي.

خو پښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټی بیا وایي دا مهال په پاکستان کې په زرګونو پښتانه دخپلو کورونو نه بې درکه دي اؤ په لکونو نور خیمو کې دکډوالۍ ژوند کولو ته اړ کړل شوي ایا دا ریاست دی که یو ځنګل؟

دانسانانو کوم حقونه په نړیواله کچه منل شوي؟

په کال ۱۹۴۸ کې دملګرو ملتونو عمومي شورا دبشړي حقونو یو قرارداد منطور کړی ؤ چې په هغې دپاکستان اؤ افغانستان په ګډون دنړۍ تقریباُ ټولو هیوادونو لاسلیک کړی ؤ اؤ منلې یې وه چې انسانانو ته به دغه قرارداد کې ذکر شوي حقونه ورکوي.

دنړۍ انسانانو دپاره دغو ذکر شوؤ حقونو کې راغلي چې هغوئ به دخپلې خوښې په اساس ژوند ژواک اؤ دخپلو خیالاتو اظهار کوي،د رنګ نسل اؤ ذات په اساس به هیچا سره توپیري چلند نه کیړي،دقانون نظر کې به ټول انسانان یو برابر وي،هیڅوک به په ظالمانه توګه نه نیول کیږي،عدلیه اؤ مقننه به بې پلوه وي اؤ هر تورن تن به ترهغې بېګناه ګڼل کیږي ترڅو چې پرې په بشپړ ډول ثابت شوی نه وي.

خو دپاکستان اؤ افغانستان په ګډون دنړۍ په یو شمیر هیوادونو کې اوس دبشري حقونو ددغه نړیوال قرارداد یا چارټر څخه سرغړونې روانې دي.

پاکستان کې لږکي په څه حال دي؟

په پاکستان کې دلږکیو مشران تورونه لګوي چې هغوئ سره دمذهب په بنیاد ټوپیري چلند کیږي،د سخت دریځو لخوا وژل کیږي،تورونه پرې لګول کیږي اؤ زندانونو ته اچول کیږي .

خو دپاکستان حکومت بیا دریځ لري چې لږکیو ته دهیواد دنورو وګړو په څېر یو رقم حقونو ورکولو ته ژمن دی.

تیرکال دپاکستان په سینیټ کې د بشري حقونو دقائمه کمیټې مشر سینیټر مصطفی کهوکهر ویلي وؤ پاکستان پرله پسې د لږکیو دحقونو په خوندیتوب کې د ماتې سره مخ دی اؤ “مونږ نړیوالو فورمونو ته په تګ دروغ وایو چې دپاکستان حکومت د لږکیو دحقونو خوندي کولو دپاره هڅې کوي”

د پښتون تحفظ موومنټ وتلي مشر اؤ دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ویلي چې پاکستان کې پښتانه اؤ بلوڅان دټولو انساني اؤ ائیني حقونو څخه محروم ساتل شوي.

هغه وویل “دانساني حقونو ترڅنګ دپاکستان ائین هم مونږ ته څه حقونه راکړي خو کله چې مونږ ددې حقونو دپاره غږ پورته کوؤ،نو مقدمې راباندې جوړیږي،دغدار ټاپې راباندې لګي،خلک مو له کورونو پورته کیږي اؤ په مزموزه توګه وژل کیږي”

پښتون ملت پاله سیاسي ګوند عوامي نیشنل پارټۍ هم دبشري حقونو دنړیوالې ورځې په اړوند دخیبر پښتونخوا صوبې دپاره دخپل مشر ایمل ولي خان یوه ویډيوي وینا په ټوئټر خپره کړې چې پکې هغه پاکستان کې دپښتنو په بې درکۍ اؤ بې کورۍ اندېښنې ښکاره کړي اؤ ویلي یې دي دا مهال په زرګونو پښتانه له خپلو کورونو بې درکه دي چې کورنیو ته یې دمړي ژوندي په هکله هیڅ معلومات نشته.

هغه وایي په لکونو نور پښتانه دامهال پخپلو شته جائیدادونو کې دکډوالو په کیمپونو کې ژوند کولو باندې مجبور دي ایا دا ریاست دی که ځنګل؟

دپاکستان د پوځ ویاند میجر جنرال اصف غفور په دې وروستیو کې مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې په لادرکه کسانو کې ګڼ شمیر خوشي کړل شوي اؤ کوم چې لا درکه دي نو دهغوئ په هکله نه شي ویل کیدلی چې دجنګیالو لیکو ته ورګډ شوي که دترهګرۍ په ضد جګړو کې وژل شوي دي.

په عین حال کې نن دبلوچستان صوبې نه دخلکو په زوره دبې درکۍ په ضد بلوڅ تنظیمونه احتجاجي مظاهرې اؤ لاریویونه کوي .

دغه تنظیمونه پخپلو احتجاجونو کې غوښتنه لري چې دبلوچستان نه بې درکه کړل شوي بلوڅان دې خوشې اؤ دهغوئ په ضد دې د ریاستي جبر لړۍ ودرؤل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG