لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په راؤ انوار امریکایي بندیزونو ته په ټولنیزو رسنیو تود هرکلی ویل شوی


په پاکستان کې دنقیب مسید اؤ نورو سوونو خلکو په وژنو د تورن پخواني پولیس افسر راؤ انوار په ضد دامریکا لخوا لګول شوي بندیزونه په ګرده نړۍ کې دبشري حقونو فعالینو اؤ په ځانګړي ډول پښتنو ستائیلي اؤ دایې د انصاف یو غوره علامتي ګام ګرځولی دی.

د امریکې د خزانې د وزارت د بهرنيو شتمنيو د کنټرول دفتر د بشري حقونو په نړيواله ورځ د راؤ انوار په ګډون ۱۸ کسان د بشري حقونو د سرغړؤنکو په نوملړ کې اچولي دي.

امريکا ويلي "راؤ انوار چې د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليس مشر ؤ هاغه وخت د پولیس د جعلي مقابلو زمه وار ؤ، هغه په ۱۹۰ پوليس مقابلو کې ککړ پاتې شوی چې پکې يې د نقيب الله مسيد په ګډون ۴۰۰ کسان وژلي دي"

د نړیوالو اړیکو کار پوهه ډاکټر اعجاز خټک وایي ددې نه وړاندې هم په ځینو پاکستانیانو داسې قسمه بندیزونه لګیدلي دي او که چرې د راو انوار امریکا کې بنکي اکاونټ یا شتمنۍ وي نو هغه به کنګل شي خو دداسې قسمه بندیزونو اثرات سیاسي او علامتي وي.

وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ډاکټر خټک وایي دا نړۍ ته ښایي چې دلته یو داسې پولیس افسر دی چې د بشري حقونو سرغړونو کې ککړ دی خو هغه ته سزا نه ورکړی کیږي یا حکومت سزا ورکول نه غواړي.

نوموړی زیاتوي دا د پاکستان په عدالتي نظام سوالونه پورته کوي.

دامن دنوبیل جائرې دګټونکې ملالې یوسفزئ پلار اؤ دبشري حقونو مبارز ضیاء الدین یوسفزي دامریکا ددغه ګام په اړوند خپل غبرګون کې په ټوټیر لیکلي "دا یو تن نه دی ،دمحکمې ترشا د۴۴۴ وژنو یو علامت دی،دا یو پیغور دی د ریاست د واکمنو دپاره اؤ د وژنو ټېکه ده دنظام عدل پرمخ"

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال ډاکټر سید عالم مسید وایي د امریکا او ملګرو ملتونو مننه چې زمونږ د ځوان نقیب الله مسید قاتل یې ټولې نړۍ ته د بشري حقونو د سرغړونکي، د یو قاتل په توګه وروپیژندلو. او د راو انوار مخ به ټول عمر تور وي.

دپښتو ن ژغورنې غورځنګ یو بل فعال عالمزیب خان مسید هم په راؤ انوار امریکایي بندیزونه ستائیلي اؤ‌ په ټوئټر یې دامریکا مننه کړې ده هغه لیکلي چې دامریکا مننه کوو چې په داسې وخت کې یې د یو داسې قاتل نوم تور نوملړ ته واچولو چې د ریاست په کومک یې وژنې کړي اؤ د هیواد دننه ورته هر رقم اسانۍ اؤ‌ پروټوکول ترلاسه دی.

هغه زیاتوي مونږ پوهیږو چې دده ترشا څوک دي اؤ هیله لرو چې یوه ورځ به دغه خلک هم زمونږ د وژنو اؤ‌ځورونو له امله تور نوملړ کې ورګډ شي .

تېر کال د جنورۍ په مياشت کې نقيب مسيد او هغه سره درې نور کسان د راؤ انوار په مشرۍ يوه پوليس مقابله کې وژل شوي او راؤ انوار دوی ته ترهګر ويلي ؤ .

خو وروسته د نقيب مسيد په وژنه د احتجاجونو وروسته د راؤ انوار پرضد د وژنو مقدمه درج کړی شوې او پوليسو په خپله يادې مقابلې ته جعلي ويلي ؤ.

دا وخت په راؤ انوار او هغه سره په ۲۵ پوليسو باندې د نقيب مسيد په جعلي مقابله کې د وژنې مقدمه په عدالتونو کې روانه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG