لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګلبدین نایب: د اصغر افغان په کپتانۍ کې په ملي لوبډله کې لوبه نه کوم


واشنګټن ــــ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کپتان او تکړه لوبغاړي ګلبدین نایب د لوبډلې لپاره د اصغر افغان پر کپتانۍ ناخوښي څرګنده کړې او ویلي يې دي هغه د ورلډ کپ په مهال د افغانستان د خلکو له احساساتو سره لوبې کړې نو تر څو چې هغه د لوبډلې مشر وي دی به په ملي لوبډله کې لوبه ونه کړي.

ګلبدین نایب نن پر خپله فېسبوک پاڼه په لایو ویډیو کې وویل، د افغان کرکټ بورډ پرېکړې ته احترام لري، خو تور یې پورې کړ چې داسې څوک یې د ملي لوبډلې کپتان وټاکه چې وایي په افغانستان یې ملنډې کړې:

"زه په دې پرېکړه له کرکټه استعفی ورکوم، تر څو پورې چې اصغر صاحب کپتان وي زه په ټیم کې لوبه نه کوم ځکه یو سړی چې په نړیوال جام کې د افغانستان په نوم او بیرغ ملنډې وهلې زه له هغه سره لوبه نه شم کولای".

د افغانستان کرکټ بورډ نن د چارشنبې- شورو په ورځ د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان اصغر افغان یو ځل بیا د لوبډلې مشر او راشد افغان یې د هغه مرستیال په توګه اعلان کړل.

ګلبدین نایب په اسلام اباد کې د افغانستان پر سفیر او د کرکټ بورډ پر پخواني مشر عاطف مشعول هم تور پورې کړ، چې وایي له کله راهیسې هم هغه د کرکټ بورډ ته راغلی د افغانستان ملي لوبډلې ښه ورځ نه ده لیدلې. ګلبدین د مشعل په اړه وویل:

"مهرباني وکړه له کرکټه ځان لرې وساته او خپل سیاسي نوم جوړ کړه کرکټ ستا [مشعل] د وس کار نه دی، ځکه په نړیوال جام کې چې تا کوم کارونه وکړل او بیا دې ولسمشر ته غلط رپوټ ورکړ، دا به ټول یوه ورځ زه هم ولسمشر ته وایم".

د افغانستان کرکټ بورډ او د ملي لوبډلې نوي کپتان اصغر افغان تر اوسه د ګلبدین نایب دغو تورونو ته څه جواب نه دی ویلی.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي نن یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، چې اصغر افغان به په درو برخو یو ورځینو، شل اووره او ټیسټ لوبو کې د ملي لوبډلې کپتان وي.

ګلبدین نایب وویل هغه به په نورو کورنیو کرکټ لوبو کې برخه اخلي، خو په ملي لوبډله کې چې اصغر افغان د هر څومره مودې لپاره کپتان وي دی پکې لوبې کولو ته تیار نه دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د 2019م کال د کرکټ تر نړیوال ټورنمنټ مخکې اصغر افغان له کپتانۍ لرې کړی وو او پر ځای یې ګلبدین نایب ټاکلی وو. اصغر افغان مخکې هم څلور کاله د ملي لوبډلې کپتان اوسېدلی وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG