لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په قلعه سېف الله کې د مسافرو بس او تېلو د ګاډي په ټکر کې د مړو شمېره ۱۵ ته ورسېده


د بلوچستان صوبې په قلعه سېف الله ضلع کې د مسافرو د بس او تېلو د ګاډي په ټکر کې د مړه شوؤ کسانو شمېره ۱۵ ته ورسېده.

د ځايي چارواکو په وېنا د پنجاب صوبې د ډېره غازي خان سيمې نه د مسافرو بس کوټه په لار ؤ چې د قلعه سېف الله په مسلم باغ علاقه کې د ايراني تېلو څخه ډک ډاټسن سره په ټکر شوی دی.

په پېښه کې د مړو تازه شمېره د کوټې د سېول روغتون د پوليس سرجن ډاکټر عايشه فېض د وي او ای ډيوه سره په خبرو کې ويلې ده.

هغې ويلي چې روغتون ته د ۱۵ کسانو سوځېدلي جسدونه راوړل شوي او د دوی د وجود څخه يې نمونې ترلاسه کړي او د ډي اېن ای د لارې به یې پېژندګلو کوي.

هغې زياته کړه ډي اېن ای ټېست د يوې میاشتې څخه تر شپږو میاشتو وخت اخلي خو دا مالومه شوې چې په مړه شوؤ کې ۱۴ سړي يا نارينه او يوه ښايي چې ښځه ده.

له دې وړاندې خبر

د مسلم باغ پوليس افسر جبار خان د پېښې پخلی کړی او وي او ای ډيوه سره په خبرو کې يې د ګاډو په ټکر کې د ۱۲ مسافرو د مړينې ويلي دي.

نوموړی ویلي دا پېښه نن د جمعې په سهار وختي شوې ده، او د مسافرو په ګاډي د تېلو د ګاډي سره د ټکر له امله اور لګېدلی دی او دواړه ګاډي سوځېدلي دي.

په پېښه کې د مړو شوؤ کسانو په اړوند ويل شوي تعلق يې د ډېره غازي خان، لورالايي او کوټې سره دی.

په پېښه کې د مړه شوؤ جسدونه د کوټې روغتون ته روان کړی شوي دي.

د چارواکو په وېنا په پېښه کې د زياترو کسانو وجودونه ډېر سوځېدلي او مړه شوي دي.

د بلوچستان صوبې په بېلابيلو برخو کې وخت په وخت ټريفکې پېښې کیږي چې زياتره ګاډي پکې د کوټې نه کراچۍ ته په غټه لار د نورو ګاډو سره په ټکر شي.

پوليس وايي دغه ډول زياتره پېښې د ګاډو د چلوؤنکو د بې غورۍ او تېز رفتارۍ له امله رامنځته کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG