لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزني:دمائن چاودنه کې دښځو اؤ ماشومانو په ګډون ۱۰کسان وژل شوي


چارواکی وایي دافغانستان په غزني ولایت کې دمائن دیوې چاودنې له امله ۰عام وګړي وژل شوي اؤ شپږ نور ټپپان شوي چې په وژل شوؤ کې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي.

دجمعې په ورځ د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري‌ رسنیو ته ویلي دغه چاودنه چغتو ولسوالۍ کې دسورلیو په یو ګاډې شوې اؤ مائن د وړاندې نه په سړک اېښودل شوی ؤ.

هغه منلې چې پېښه کې ۱۰کسان وژل شوي یو ماشوم اؤ څلور مېرمنې پکې هم شاملې دي‌ اؤ شپږ تنه نور ژوبل شوي چې د درملنې دپاره روغتون ته رسول شوي دي.

تر اوسه طالبانو یا کومې بلې وسله والې ډلې ددې چاودنې پړه پغاړه نه ده اخستې خو د والي ویاند تور لګولی چې دې چاودنه کې طالبان لاس لري.

په دې وروستیو کې دافغانستان بیلابیلو سیمو کې په بهرنیو اؤ افغان ځواکونو د بریدونو ترڅنګ د مائنونو چاودنې هم سیوا شوي چې پکې تر دې دمه په شلګونو کسان وژل شوي اؤ سوونو نور ژوبل شوي دي،

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو ویلي افغانستان کې دتېرو څلورو کالو په مهال د امنتیت دخرابې وضعې له امله دماشومانو دحقونو څخه دسرغړونو ۱۴۰۰۰ نه زیاتې پېښې مخې ته راغلي چې په دې کې زیاتره ماشومان دمائنونو په چاودنو اؤ د جنګي ډلو اؤ امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي

دملګرو ملتونو د راپور له مخې د تیرو څلورو کلونو په پرتله افغانستان کې دماشومانو وژنې ۸۲فیصدي سیوا شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG