لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داسټيټ بانګ ګورنر:دترهګرو مالي سرچېنو وچولو ته مو تر ټولو زیات پام ګرځولی


دپاکستان د دولتي یا اسټیټ بانک ګورنر ښاغلی رضا باقر وایي ایف ای ټي ایف چې دخړ نوملړ څخه دپاکستان د نوم ویستلو دپاره کوم ۲۷شرطونه اېښودي په هغې چټکتیا سره کار روان دی.

کراچۍ کې دمالي جرائمو په هکله راجوړې شوې یوې دستورې ته خپله وینا کې داسټيټ بانک ګورنر وویل هیواد کې د ناقانونه پېسو دلیږد اؤ دترهګرو دمالي سرچینو وچولو دپاره قوانین جوړ کړل شوي اؤ دترهګرو دمالي کومک مخنیوي ته تر ټولو زیات ارزښت ورکړل شوی دی.

ذترهګرو ډلو د مالي مرستو د تړلو او د څار نړیوالې ادارې فتانشل اېکشن ټاسک فورس دپاکستان نوم خړ فهرست ته اچولی اؤ خبرداری یې ورکړی چې که د راتلونکي کال دفرورۍ میاشتې پورې یې دایف ای ټي ایف غوښتنې پوره نه کړې نو نوم به یې دخړ نه تور نوملړ ته واچول.

څېړونکي وایي که چرې دپاکستان نوم په تور فهرست کې ورګډ شي نو له هغې وروسته به پاکستان نړیوال بندیزونه ولګي چې دپاکستان اقتصاد ته به ورسره سخته ضربه ورسیږي.

دپاکستان د دولتي بانک مشر وایي دترهګرو دمالي سرچینو وچولو دپاره معاشي اصلاحاتو کې ناقانونه پېسو د لېږد مخنیوي ته ځانګړی پام ګرځول شوی اؤ اسټیټ بانک په وړاندې مالیاتي جرمونه یوه مهمه ستونزه ده.

هغه وویل دترهګرو دمالي سرچینو وچولو اؤ دناقانونه پېسو دلیږد دپاره چې پاکستان کوم قوانین جوړ کړي،نړیوالې ادارې هم دهغې ستائنه کوي اؤ دترهګرو دمالي مرستو په وړاندې ډب وهل پخپله دپاکستان په ګټه عمل دی.

د کال ۲۰۱۸م د جون میاشتې راهیسې، پاکستان د اېف ای ټي اېف او آسیا - پیسفک ډلې (ای پي جي) سره د پیسو مینځلو پر ضد او د ترهګرۍ تمویل مخنیوي رژیم پیاوړي کولو او د هغې سټراټیجیکی او د وسله والو د مالي سرچینو تړلو لپاره د لوړې کچې سیاسي ژمنې کړي دي.

پاکستان دعوه کوي چې د ترهګرو دمالي سرچینو د تړلو اؤ دناقانونه پیسو دلیږد مخنیوي دپاره یې یو شمیر عملي ګامونه اخستي چې پکې په تندروه ډلو د بندیز اؤ دهغوئ دپنګو کنګل کولو ګامونه هم شامل دي.

خو نړیواله اداره وایي چې د ناقانونه پیسو د مخنیوي اؤ د ترهګرو د مالي سرچینو وچولو لپاره به پاکستان ته نور ګامونه هم اخستل وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG