لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

16م دسمبر ! هغه خونړۍ سحر چې انسانیت یې مخې ته شرمسار ولاړ ؤ


شپاړسم دسمبر دنړۍ په تاریخ کې هغه توره دبربریت ډکه ورځ ده چې په دې ورځ انسانیت د وحشت مخې ته ځوړند سر اؤ شرمسار ولاړ ؤ.

په دې خونړي سحر ترهګرو پېښور کې په ارمي پبلک سکول برید کړی ؤ تر۱۵۰ پورې دسکول تنکي ماشومان،دهغوئ استاذان اؤ دمکتب نور مامورین یې وژلي وؤ.

دنړۍ په تاریخ کې دا تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل کیږي چې دعلم اؤ انسانیت دښمنانو پکې په یوه ورځ دعلم په یو مرکز کې دومره زیات ماشومان وژلي وؤ چې دلاشونو یا مړو په راټولولو یې خلک ستړي شوي وؤ .

دطالبانو دتحریک ویاند احسان الله احسان له دغو ۱۵۰ؤ ماشومانو له وژل کیدو وروسته ډیر په سپین سترګۍ سره ددې برید پړه پرغاړه اخستې وه،اؤ دغه طالب ویاند چې نن دپاکستان د پوځ په ولکه کې دی،تر اوسه ورته نه خو څه سزا ورکړل شوې ده اؤ نه پرې په رسمي توګه څه مقدمه چلېدلې ده.

نن ددې پېښې پنځم کال پوره شو خو په دغه پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو دکورنیو د زړه زخمونه هماغسې تازه دي.

هغوئ دا هم وایي چې دخپلو ګلالو ماشومانو په بې دردۍ سره په دوړیدنه خو په زړونو سوري شوي خو ددې تنکیو ګلانو د وینو سره انصاف نه کیدلو نور هم په زړونو داغلي اؤ ناهیلي کړي دي.

په ننۍ ورځ نه یوازې ګرد پاکستان بلکې د نړۍ یو شمیر هیوادونو کې هم دای پي ایس دماشومانو یادؤنه کیږي اؤ په دې لړ کې د دستورو اؤ سیمینارو راجوړیدو ترڅنګ په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو هم ددې پېښې په اړه بحثونه کیږي.

په ټوئټر دا خونړۍ ورځ د تورې ورځې په نوم د سرموضوع جوړه شوې اؤ په زرګونو فعالینو که دغه پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو له غم ډک عکسونه خپاره کړي نو ځېنو نورې به پوښتنې راولاړې کړي چې ولې تراوسه ددې ماشومانو د وینو سره انصاف ونه شو؟

دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په ټوئټر لیکلي په ای پي ایس د برید پینځه کاله وروسته هم دغه پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو والدین دانصاف غوښتنې کوي،

هغه وایي دا یو ستره المیه ده چې ددې پېښې د پلټنو راپور مخې ته را نه وړل شو اؤ دا د ریاست ناکامي ده

پلوشه عباس په ټوئتر ارمي پبلک سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو عکسونه خپاره کړي اؤ ورته یې لیکلي “دا یوازې عکسونه نه دي،دوئ خوبونه وؤ، دا یوازې یوه شمیره نه ده چې کورنۍ یې درلودې، د۱۶م دسمبر سخته یخني هغه تاریخ وؤ چې دا خوبونه پکې تالا والا شوي وؤ. هغه وایي چې پینځه کاله وروسته هم ددې ماشومانو کورنۍ دانصاف په تمه ناستې دي”

د پېښور په سکول شوي دې برید کې فضل خان ایډوکیټ خپل ماشوم ځوئ دلاسه ورکړی ؤ اؤ هغه ددې پېښې دپلټنو دپاره دعدالت دروازه هم وخت په وخت ټکولې ده اؤ احتجاجونه یې هم کړي دي خو هغه تر ننه مایوسه دی چې د ځوئ د وینو سره یې انصاف نه دی شوی.

هغه دطالبانو د ویاند احسان الله احسان پوځ سره په موجودیت هم ګیله من دی اؤ په ټوئټر یې پوښتنه کړې ده چې ایا احسان الله احسان دومره ستره اثاثه ده چې دپېښور دماشومانو د وژنې دجرم منلو باوجود ورته تحفظ ورکول کیږي؟

له دې خونړۍ پېښې وروسته ګڼو خلکو دپوځ اؤ ریاست په کردار ټکونه هم کړي دي اؤ شکونه هم چې ولې یې تر وسه ددې پېښې پلټنې مخې ته رانه وړې اؤ‌ څنګه د دومره سترې پېښې دشنډولو دپاره پوځ اؤ استخباراتي ادارو په وخت خپل کردار ادا نه کړل شو؟

خو دپاکستانپوځ هم په ننۍ ورځ په دې خونړۍ پېښه خفګان ښکاره کړی اؤ دپوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه په ټوئټر ویلي چې دای پی ایس پېښه به هیڅکله هیره نه کړل شي،

پوځ سپیناوی کړی چې په دغه پېښه کې ککړ پینځه ترهګر د پوځي محکمو دلارې تیزندي کړل شوي اؤ وایي مونږ دیو ملت په توګه د ترویزم په شنډولو کې اوږده لاره وهلې ده

خبریال بهروز خان هم په ټوئتر پوښتنه کړې چې د پېښور د ارمي پبلېک سکول، دا پښتانه ماشومان چا او ولې ووژل؟

هغه وایي د دې ګلالو بچو سره شوی ظلم د بخښلو نه دی. د دوی د پاره په قامي کچه د نړيوالې ټولنې نه د پلټنو غوښتنه پکار ده.

هغه په پښتنو غږ کړی چې هر چاته او هر چرته خپله قامي مقدمه کېږدئ ګني نو د تپوس به مو څوک پاتې نه شي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG