لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پولیو ضد کمپاین: په کورمه او وزیرستان کې ماشومانو ته له څاڅکو ورکولو بایکاټ شوی


واشنګټن ــــ په پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ د ناروغۍ په ضد ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو د پینځه ورځني کمپاین په ترڅ کې په قبایلي ضلع کورمه کې یوې قبیلې د مځکنۍ شخړې له کبله له پولیو کمپاین څخه بایکاټ کړی دی.

وزير اعظم عمران ويلي که د پوليو رنځ ختم نه شو دا به د پاکستان دپاره په نړيواله کچه ستونځې پيدا کړي .

له پولیو کمپاین څخه دا بایکاټ په داسې وخت کې شوی چې سږ کال په خیبرپښتونخوا کې د پولیو مثبت کېسونه 73 او په ټول پاکستان کې 101 ته رسېدلي، چې د مخنیوي لپاره یې په ټول هېواد کې پینځه ورځنی کمپاین روان دی.

د کورمې د روغتیا د څانګې مشر ډاکټر عنایت الرحمن وي او اې ډیوه ته ویلي، دغه بایکاټ په منځنۍ کورمه کې علي شېرزۍ قبیلې کړی دی، وایي د دې قبیلې له مشرانو سره یې جرګه کړې خو تر اوسه یې نه دي قانع کړي:

"زموږ ورسره پرون او نن هم مذاکرات شوي او ورته ویلي مو دي چې ستاسو د مځکې اوږده شخړ ده او د دې له پولیو سره څه تعلق نه شته خو قانع مو نه کړل، موږ ورته وویل احتجاج ستاسې حق دی خو خپل ماشومان د احتجاج په خاطر مه ګوډوئ".

ټاکل شوې وه چې په منځنۍ او کوزه کورمه کې تر پینځو کالو کم 74000 زره ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ ضد څاڅکي ورکړل شي او له 2012م کال راهیسې په دې سیمه کې یو پولیو کېس هم نه دی رپوټ شوی.

خو اوس د پولیو د کمپاین د بایکاټ له کبله د منځنۍ او کوزې کورمې شاوخوا 3000 ماشومان له دې کمپاینه بې برخې شوي او د پولیو ضد څاڅکي نه دي ورکړل شوي.

ډاکټر عنایت الرحمن وایي په دې سیمه کې اوس له حکومته د غوښتنو پر سر د پولیو کمپاین په رواج بدل شوی چې وایي دا د پولیو وایرس د ختمولو په لار کې خنډونه جوړوي:

"د تېر کمپاین په مهال په اورکزو کې د شیعه ګانو یوه شخړه وه نو دلته په کورمه کې ځایي میا مرید ورسره احتجاجاً د پولیو بایکاټ کړی وو خو بیا مو هغوی په مذاکراتو قانع کړل".

بلې خواته په جنوبي وزیرستان کې هم یوې جرګې د ترهګرۍ له کبله دوی ته د تباه شوو کورونو د معاوضې نه ورکول کېدو پر سر په بدر، اسمان مینځه او شاوخوا سیمو کې له پولیو کمپاین څخه د بایکاټ اعلان کړی دی.

د دې بایکاټ په نتیجه کې هم په جنوبي وزیرستان کې اتیا زره 80000 ماشومان د پولیو له څاڅکو بې برخې شوې دي. جرګې پر هغو کسانو پینځوس زره جرمانه لګولې چې خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي.

سږ کال په پښتونخوا کې د پولیو د پېښو شمېر 73، په بلوچستان کې 7، په پنجاب کې 5 او په سیند کې 16 دی چې په ټول پاکستان کې له ګوزڼ ناروغۍ د اغېزمنو ماشومانو شمېر 101 ته ورسید.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG