لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ژورنالسټانو وژنې کمې شوي خو خطرې ورته اوس هم دي


په ګرده نړۍ کې د ازاد ژورنالزم او ژورنالسټانو د حقونو دپاره کار کوونکو دوه غټو ادارو ويلي چې په روان کال ۲۰۱۹م کې د ژورنالسټانو وژنې کمې شوي خو خطرې ورته اوس هم موجودې دي، د ادارو ترمخه په مېکسيکو پسې پاکستان په دوېم نمبر هېواد دی چرته چې روان کال زيات ژورنالسټان وژل شوي دي.

په پېرس کې د بې پولې خبريالانو (رپورټر ود اؤټ بارډر، ار اېس اېف) او په نيويارک کې د ژورنالسټانو د ساتنې کميټي (کميټي ټو پروټيکټ ژورنالسټس، سي پي جی) دواړو د ۲۰۱۹ کال خپل خپل رپوټونه خپاره کړي دي.

دې دواړو ادارو په خپلو طريقو شمېرې راټولې کړي او خپرې کړي دي چې د يو بل نه یې شمېرې بدلي هم دي.

ار اېس اېف ويلي، په ۲۰۱۹م کې په ګرده نړۍ کې ۴۸ ژورنالسټان او درې يې ملګري وژل شوي دي.

سي پي جی ويلي ۲۵ ژورنالسټان وژل شوي چې علت يې ښکاره دی او دوی د ژورنالزم د دندې ترسره کولو په مهال وژل شوي دي.

د ار اېس اېف په شمېره کې تر ټولو نه زيات ژورنالسټان په مېکسيکو کې وژل شوي چې شمېره يې لس ده، په دوېم نمبر په پاکستان کې څلور ژورنالسټان وژل شوي او په درې نمبرافغانستان، فلپائن، صوماليه او شام دي چرته چې درې درې ژورنالسټان وژل شوي دي.

سي پي جی ويلي په کال ۲۰۰۲م کې ۲۱ ژورنالسټان د ډيوټۍ په مهال وژل شوي او له دغې وروسته سږنی کال دی چې تر ټولو کم ژورنالسټان پکې وژل شوي چې شمېره يې ۲۵ ده.

د ار اېس اېف ترمخه په ۲۰۰۳ کې ۳۶ ژورنالسټان وژل شوي او په دې پسې د ژورنالسټانو د وژنو کمه شمېره سږنۍ ده چې ۴۹ ژورنالسټان پکې وژل شوي دي.

د دغو دواړو ادارو ترمخه دا وخت په ګرده نړۍ کې ۳۸۹ ژورنالسټان په جېلونو کې بنديوان دي.

د رپوټ ترمخه مصر، سعودي عرب، چين او ترکي هغه هېوادونه دي چرته چې تر ټولو زيات ژورنالسټان بنديوان کړی شوي دي.

سي پي جی ويلي په ۲۰۱۹م کې پوځي چارواکي د ژورنالسټانو مشکوک قاتلان دي، سياسي بيټ يا خبرونه ترلاسه کول تر ټولو خطرناک او ګران کار د کېمره مېن ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات د سیند په غاړه جشن سوات
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG