لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لکي مروت کې خودکش چاؤدنه شوې


د خېبرپښتونخوا د لکي مروت ضلعې پوليس وايي، د نورنګ تحصيل په هاتي خان کلي کې یو خودکش چاؤدنه شوې خو پوليس وايي خودکش په ځان چاؤدنه کړې او کومه مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.

د لکي مروت پوليس او مرستیال کمشنر د چاؤدنې پخلی کړی چې د چاؤدنې د ځای څخه لاسونه او سر ترلاسه شوي خو چاؤدنه په يوه کوڅه کې شوې د يو کور ديوال ته يې زيان اړولی او کومه مرګ ژوبله پکې نه ده شوې.

پوليس وايي د ابتدايي مالوماتو ترمخه دا نه ده مالومه شوې چې د ځانمرګي هدف څه ؤ خو چاؤدنه يې کړې او په خپله پکې الوتی دی.

په لکي مروت کې دا چاؤدنه په داسې حال کې چې په علاقه کې د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين روان دی خو چارواکي وايي د پوليو ټیمونه په بريد کې نه دي په نخښه شوي.

راپورونه وايي نن په لکي مروت کې پخواني پوځي امر پروېز مشرف ته د عدالت لخوا اورول شوې فېصلې پرضد د احتجاج اعلان هم شوی خو چارواکي وايي پخلی نه شي کولی چې د ځانمرګي هدف څه ؤ.

په لکي مروت کې دغه بريد په داسې حال کې شوی چې په پاکستان کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين روان دی او پرون په کوز دير علاقه کې د پوليو ټيم ساتونکي دوه پوليس په وسله وال بريد کې وژل شوي وو.

تحریک طالبان پاکستان د دير د پوليسو د وژنې زمه واري منلې وه.

بل لور په ټانک ضلع کې شپږ ورځې وړاندې د پوليس په يو ګاډي ډزې شوې چې پکې شپږ پوليس سرتيري ژوبل شوي وو.

چارواکي وايي په دغه بريد کې ژوبل شوي د ګومل پوليس سټېشن مشر عنايت الله نن د درملنې په مهال ژوند د لاسه ورکړی دی.

په ټانک کې په پوليس د بريد زمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG