لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که مشرف له تیزندۍ وړاندې مړشو،باید مړی یې درې ورځې "ډي‌ چوک"کې راځوړند کړل شي،دمحکمې تفصیلي پرېکړه


په پاکستان کې ځانګړې محکمې ددغه هیواد پخواني پوځي واکمن جنرال(ر) پرویز مشرف ته دمرګ دسزا د اورول شوې پرېکړې جذئیات مخې ته راوړي چې ترمخه یې دوؤ قاضیانو هغه ته دمرګ سزا اورولې اؤ یو بل قاضي بیا هغه بخښلی دی.

ائین سره په غدارۍ کولو ځانګړې محکمې دوه ورځې وړاندې پرویز مشرف ته دمرګ سزا اورولې وه خو ددغه پرېکړې جذئیات یې مخې ته نه وؤ راوړي.

دپاکستاني رسنیو له مخې دا ټوله پرېکړه په ۱۶۹ پاڼو لیکل شوې چې پکې دوؤ قاضیانو دپېښور هائیکورټ سیټهـ وقار اؤ دلاهور هائیکورټ شاهد فضل دجنرال مشرف په ضد خپله پرېکړه په ۲۵ؤ اؤ سندهـ هائیکورټ جج نزیر اکبر خپله اختلافي یادګیرنه په ۴۴ؤ پاڼو لیکلې ده.

دمحکمې دوؤ قاضیانو سیټهـ وقار اؤ شاهد فضل پخپله پرېکړه کې لیکلي چې جنرال ریټائرډ پرویز مشرف دائین سره غداري کړې ده، په هغه دائین ماتولو،د وکیلانو دنظارت لاندې دساتلو اؤ بیړني وضعیت په ځائ کولو جرمونه ثابت شوي ځکه نو هغه ته دې د تیزندۍ سزا ورکړل شي اؤ ترهغې دې په دار ځوړند وساتل شي ترڅو چې ترې ساه نه وي وتلې.

دقاضي نزیر اکبر لخوا پرویز مشرف ته بخښنه

خو ددې په پرتله ددغه محکمې بل قاضي ښاغلي نزیر اکبر بیا پخپله اختلافي یادګیرنه کې لیکلي چې دپرویز مشرف په ضد سختې غدارۍ تورونه نه دي ثابت شوي.

په تفصیلي پرېکړه کې راغلي چې مشرف په کال ۲۰۰۷م کې دبیړني وضعیت پځائ کولو سره دلفاظۍ نه کار اخستی و خو دلفظونو په بدلولو د مارشل لاء پځائ کولو اغیزې نه کمیږي.

که مړ شو،راځوړند یې کړئ

دپېښور هائیکورټ مشر قاضي سیټهـ وقار په پرېکړه کې لیکلي چې که په دار له خیژولو وړاندې پرویز مشرف مړ شي نو دهغه مړی دې ډي چوک ته راوړل شي اؤ دغلته دې تر درېوؤ ورځو ځوړند وساتل شي خو قاضي‌ شاهد کریم بیا دقاضي وقار ددې نکتې سره اختلاف ښکاره کړی دی.

ډي چوک دپاکستان دپارلیمان مخې ته دهغه څلور لاري نوم دی چې دپاکستان زیاتره سیاسي ګوندونه دغلته احتجاجونه کوي.

پرېکړه کې راغلي چې هغه مهال دکورکمانډرانو دکمیټې ترڅنګ په وردۍ کې کومو ټولو افسرانو هغه ته هر وخت تحفظ ورکړی ؤ هغوئ هم دپرویز مشرف سره دهغه په ګامونو اؤ جرمونو کې برابر شریک دي.

په پرېکړه کې دا هم لیکل شوي چې که اعلی عدلیې “ نظریه ضرورټ “ نه وه رامخې ته کړې نو قام به دا ورځ نه لیدله، دنظریه ضرورت ترمخه دپوځ په دریشۍ کې یو افسر سنګین جرم وکړو چې دا ارټیکل ۶م لاندې د سنګینې غدارۍ په جرم کې راځي.

دې تفصیلي پرېکړه کې قانون پځائ کوونکو ادارو ته امر شوی چې پرویز مشرف باید ونیسي ترڅو هغه ته د اورول شوې سزا پرېکړه عملي شي.

دپرویز مشرف غبرګون

پرویز مشرف چې دامهال په دوبۍ کې میشت دی تیره ورځ یې دمحکمې په دغه پرېکړه خپل غبرګون کې ویلي وؤ چې هغه دهاغه چا لخوا په نخښه کړل شوی چې په غټو کرسیو ناست دي اؤ خپل واکونه بې ځایه کاروي.

هغه ویلي وؤ په دې پرېکړه کې هغه ته دځان سپینولو موقعه نه ده ورکړل شوې اؤ نه پکې دقانون بالادستۍ ته پام ګرځول شوی.

پرویز مشرف ویلي وؤ هغه کومو قاضیانو چې دهغه د واکمنۍ په مهال له هغه ګټې پورته کړې وې هغوئ څنګه دهغه پرضد پرېکړه کولی شي؟

هغه ویلي وؤ دخپل قانوني ټيم سره له مشورې وروسته به خپله راتلونکې تګلاره ټاکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG