لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر:په پاکستاني پوځیانو دمائن چاودنه کې یو عسکر وژل شوی ،درې ژوبل


دافغانستان دپولې ترڅنګ دخیبر پښتونخوا قبائیلي ضلعه خیبر کې په پوځیانو ریموټ کنټرول بمي چاودنه کې یو پوځي وژل شوی اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګه وایي په پوځیانو دغه برید دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې کنډاؤ سر پوسټ سره نزدې شوی دی .

دپوځ بیان کې راغلي چې په کومو سرتیرو دا برید شوی هغوئ افغانستان سره په پیوست پوله ازغن تار لګولو.

پېښه کې د وژل شوي پوځي نوم د لانس نائیک تقدیر علي‌اورکزئ په نوم ښودل شوی.

دپاکستان طالبانو دتحریک یوې ډلې حزب الاحرار بیا ددې چاودنې ذمه واري په غاړه اخستې اؤ دوه یې کړې ده چې پېښه کې دوه عسکر وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دی.

دحزب الاحرار ویاند ډاکټرعبدالعزیز رسنیو ته لیږلي بیان کې ویلي چې دا برید احرار مائن ماسټر په نوم دهغوئ یوې ډلې کړې ده.

پاکستان غواړي دترهګرو دتګ راتګ مخنیوي دپاره افغانستان سره پخپله اوږده پوله ازغن تار ولګوي اؤ تر اوسه یې په ۹۰۰کلو میټره ساحه دا ازغن تار لګولی هم دی خو زیاتره د ازغن تار لګولو په مهال دپاکستان په پوځ بریدونه کیږي چې ګڼ شمیر پاکستاني‌ پوځيان دې بریدونو کې وژل شوي اؤ‌ ژوبل شوي دي.

په ۲۹م اکتوبر دافغانستان اؤ‌‌ پاکستان دسرحدي سیمې چترال په راوندو کلي ډزې شوې وې چې پکې شپږ شپږ پاکستان پوځيان وژل شوي اؤ ۱۱ تنه نور ژوبل شوي وؤ.

هم دغه راز په ۲۰ستمبر په مهمند قبائیلي سیمه کې دافغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله د مائن چاودنه کې دپوځ یو میجر وژل شوی اؤ یو سپاهي ژوبل شوی ؤ

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG