دلاهور ایالتي محکمې دمخدره موادو دقاچاق په تور کې دپاکستان مسلم لیګ نواز ګوند د مهم مشر اؤ دقامي اسمبلۍ دبندیوان غړي رانا ثناء الله ضمانت منظور کړی اؤ دهغه دخوشې کولو امر یې کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې دمسلم لیګ نواز ګوند یو بل مهم مشر اؤ دپارلیمان غړی احسن اقبال دغبن د تورو پسر نیب نیولی دی.
په رانا ثناء الله تور لګول شوی ؤ چې د مخدره موادو ضد ځواک ای این ایف ورسره پوډر یا هیروئن نیولي وؤ اؤ مسلم لیګي مشرانو اؤ پخپله راناء ثناالله دا تور په سختۍ سره رد کړی ؤ اؤ دریځ یې خپل کړی ؤ چې هغه دحکومت په لمسه دسیاسي انتقام په اساس نیول شوی دی.
دنهې په ورځ دلاهور ایالتي محکمه کې قاضي چوهدري مشتاق احمد د رانا ثناء الله دضمانت دعریضې اوریدنه کړې اؤ له اوریدنې وروسته یې د ۱۰،۱۰ؤ لکو روپو د دوؤ ضمانت نامو په بدله کې د رانا ثناء الله دخوشې کولو امر وکړو.
تیرکال په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ دتحریک انصاف ګوند دحکومت جوړیدو راپدیخوا دمخالفو سیاسي ګوندونو ګڼ شمیر مشران دغبن په تورونو نیول شوي خو یوازې راناثناء الله په نیول شوؤ سیاسي شخصیاتو کې هغه یوازینی تن ؤ چې دمخدره موادو د قاچاق تور پرې لګول شوی ؤ.
په دې وروستیو کې پاکستاني محکمو دحکومت مخالفه ګوندونو ګڼ شمیر سیاسي مشران په ضمانتونو خوشې کړي خو ددې ترڅنګ تیره ورځ دپارلیمان غړی اؤ دمسلم لیګ نواز ګوند یو مهم مشر احسن اقبال دناروال اسپورټس سټي په نوم دغبن پروژه کې نیب نیولی دی.
دمخالفو ډلو مشران په حکومت تور لګوي چې نیب یې پخپل لاس کې نیولی اؤ دخپلو سیاسي مخالفینو نه پرې انتقام اخلي خو حکومت اؤ نیب بیا دا تورونه ردوي اؤ وایي نیب یوه بې پلوه اداره ده چې یوازې دقامي دولت لوټونکو سره حساب کتاب کوي