لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په ايغور مسلمانانو د ظلمونو په اړوند د شاهد افريدي بيان ته د چين غبرګون


د پاکستان د کرکټ لوبډلي پخواني کپتان شاهد افريدي په چين کې په ايغور مسلمانانو د ظلمونو خبره کړې او په وزيراعظم عمران خان یې غږ کړی ؤ چې د دوی دپاره دې هم غږ پورته کړي.

که څه هم د پاکستان وزیراعظم عمران خان د افريدي ټویټ ته ځواب نه دی ويلی او افریدی بيا دغه ټویټ لرې کړی دی خو د چين د اطلاعاتو د وزارت مرستیال مشر ورته ځواب ويلی دی.

شاهدافريدي په ټویټر ويلي ؤ،

"په چين کې په ایغور مسلمانانو ظلمونه کول زړه ماتونکې پېښې دي، زه عمران خان ته خواست کوم چې د اسلامي امت د يو والي خبره کوي په چین کې دې هم د مسلمانانو خوېندو وروڼو خبره وکړي. هغه په چین کې د پاکستان په سفارتخانه هم غږ کړی ؤ".

د شاهد افريدي دغه ټویټ وروسته لرې کړی شوی دی خو د چين لخوا هغه ته ځواب ويل شوی دی.

د چین د اطلاعاتو د وزارت د مالوماتو د څانګې مرستيال مشر ليژن ژاؤ ويلي، "زما په فکر ته د چين په اړوند د لويديځ یا مغرب په پروپېګنډا ګمراهه شوی یې. سينکيانګ ته راشه هرکلی درته وايو. سينکيانګ به بدل ووينې. لويديځ په چين کې د مسلمانانو جذبات راپاروي".

د راپورونو ترمخه د چين په سنکيانګ صوبه کې شاوخوا د يو کروړ نه زيات د ايغور ټولنې سره تعلق لرونکي خلک ژوند کوي او په تېرو وختونو کې د چين د حکومت له خوا په دوي د ظلمونو او له عبادته د منع کولو خبرونه مخې ته راغلي د کوم چې وخت په وخت چيني حکومت رد هم کړی دی.

راپورونه دا هم وايي چې په سنکيانګ صوبه کې يو شمېر داسې کېمپونه جوړ دي چې پکې ايغور مسلمانان بنديان کړې شوي او ښايي دا د نړۍ تر ټولو لوی زندان دی خو بيا هم چين دا خبرونه ردوي.

د اکتوبر په مياشت کې امریکې په چين کې د ايغور مسلمان لږکيو د حقونو د سرغړونو د پېښو مخې ته راتلو وروسته د چين ۲۸ کمپنۍ (شرکتونه) تور نوملړ ته اچولې وې.

XS
SM
MD
LG