لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجنرال باجوه دملازمت مودې غځولو په اړوند دپاکستان حکومت سترې محکمې ته دنظرثانۍ عریضه وکړه


دپاکستان مرکزي حکومت دپوځ دسرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه دماموریت دمودې غځولو په اړوند سترې محکمې ته د سردوباره نظراچونې عریضه کړې ده.

د زیارت په ورځ ګڼ شمیر پاکستاني رسنیو پخپلو راپورونو کې ویلي چې په دې عریضه کې مرکزي حکومت دسترې محکمې نه غوښتنه کړې چې خپله دتیرې میاشتې پرېکړه ناچله وګرځوي اؤ د عریضې اوریدنې دباره دپاره دې د قاضیانو یوه ستره څانګه جوړه کړي.

دپاکستان سترې محکمې تیره میاشت دپوځ دسرلښکر دماموریت دمودې تر درېوؤ کالو دغځولو په اړوند حکومتي اعلامیه لغوه کړې وه اؤ په دې شرط یې دجنرال باجوه دماموریت موده کې دشپږو میاشتو دپراختیا اجازه ورکړې وه چې په دې شپږو میاشتو کې به پارلیمان دپوځ دسرلښکر دماموریت دمودې غځولو دپاره قانون سازي کوي.

تر دې دمخه دپاکستان دقانون مرکزي وزیر فروغ نسیم خبریالانو ته ویلي وؤ چې د سترې محکمې په پرېکړه کې دیو شمیر ائینې نکتو ارزونه نه ده شوې اؤ اوس دغو ائیني چارو ته د بیا نظرکولو اړتیا لیدل کیږي.

په پاکستان کې دحکومت مخالف سیاسي ګوندونه تور لګوي چې حکومت دجمهوریت پرضد د پوځ بې ځایه ملاتړ پیل کړی اؤ هر هغه څه کوي چې پوځ یې غواړي خو حکومت بیا وایي چې دهیواد په موجوده حالاتو کې دپوځ ترشا ودریدل ډیر ضروري دي ترڅو دپوځ مورال لوړ پاتې شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG