د پاکستان د بلوچستان ایالت د داخله چارو دمحکمې ويلي چې په کال ۲۰۱۹م کې د ترهګرۍ په پېښو کې ۳۳ سلنه (فيصده) او په مرګ ژوبلو کې ۵۳ سلنه کمی راغلی دی.
په ۲۰۱۹ م کال کې په بلوچستان کې په بمي چاودنو ، هدفي وژنو او د ترهګرۍ په نورو پېښو کې ۱۴۵ تنه ووژل شوي او ۵۲۸ ژوبل شوي دي.
د محکمې ترمخه په ۴۰۱۸ م کال کې ۳۱۳ تنه وژل شوي وو.
د صوبې د داخله محکمې ترمخه په ترهګريزو پېښو کې د دندو په مهال د پولیس ځواک ۲۱ د فرنټېر کور (ایف سي) ځواک ۴۳ او د لېویز ځواک ۱۱ سرتیري وژل شوي دي.
د ۲۰۱۹ م کال د جنوري په ۲۹ مه نېټه د بلوچستان ایالت د ضلع لورالي د پولیسو د مرستیال مشر ډي ايي جي په دفتر په برید کې د پولیسو د ۸ سرتیرو او یوہ لاروي په ګډون ۹ تنه وژل شوي وو.
د یاد برید پړہ تحریک طالبان پاکستان پر غاړہ اخیستی وہ.
د یاد کال د اپریل په ۱۸ مه نېټه ګوادر ته نزدې اورماړہ کې وسلوالو کسانو له بس څخه ۱۴ تنه راکښته کړي او په ډزو یې وژلي، دا کسان د پاکستان د سمندري ځواک سرتیري وو.
د دې پېښې پړہ بیلتون غوښتونکي بلوچ سازمان ( بي آر اې ایس) بلوچ راجي اجویي سنګر منلې وه.
د بلوچستان ایالت په سر ښار کوټه کې په هزارګجي سیمه کې په ځانمرګي برید کې ۲۱ کسان وژل شوي وو.
د وژل شوو کسانو تعلق له شیعه هزاره قبیلې سره وو، د دې ځانمرګي زمه واري لشکرجهنګوي ډلې منلې وه.
د ۲۰۱۹م کال په ۱۲م مې وسله والو په ګوادر کې په پرل کانټیننټل هوټل برید وکړ او ۵ کسان پکي ووژل شو.
د پولیسو په وینا په وژل شوو کې یو سرتېری او څلور د هوټل کارکونکي او درې وسلوال په بريد کې وژل شوي وو.
د برید پړہ بېلتون غوښتونکي سازمان ( بي ایل اې ) بلوچ ليبریشن ارمي پر غاړہ اخیستې وه.
د د ستمبر پر ۲۸ مه نېټه په چمن کې په بمي برید کې د جميعت علما اسلام ف ګوند د مشر مولوي محمد حنیف په شمول ۳ تنه ووژل شول او اولس ټپیان شوي وو.
د نومبر په ۱۵م کوټې ته نزدې د کڅلاغ په بایي پاس باندې د اېف سي ځواک درې سرتیري وژل شوي وو.
د محکمې په وېنا چې د ۲۰۱۹ م کال په پرتله په ۲۰۱۸ م کال کې په بلوچستان کې په ترهګریزو پېښو کې ۳۱۳ کسان وژل شوي او ۶۰۹ ټپیان شوي وو.
د بلوچستان حکومت له لوري په جاري کړل شوي راپور کې د کچلاغ د کلي قاسم مدرسې د لوی جماعت د برید ذکر نشت.
د ۲۰۱۹ د اګست په ۱۶م نېټه د افغان طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزادہ ورور احمد الله اخوندزادہ په ګډون څلور تنه ووژل شوي او د لسو نه زيات ژوبل شوي وو، د کچلاغ پولیسو هغه وخت رسنيو ته ویلي چې برید د جمې د لمانځه پر وخت شوی وو.