لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې په لس کاله کې د يو لاک نه زياتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبلې اوښتې


ملګرو ملتونو ويلي په افغانستان کې په روانه جګړه کې په تېر لس کاله موده کې د يو لاک نه زياتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر يوناما په افغانستان کې په ټول فريقېنو غږ کړی چې د ۱۸ کلنې جګړې د ختمولو دپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

يوناما ويلي، "جګړه لاهم په افغانستان کې د ملکي وګړو ژوند اخلي. یوازې په تیرو ۱۰ کلونو کې چې ملګرو ملتونو له ۲۰۰۹ کال راهیسې په سیستماتیک ډول د ملکي تلفاتو ثبتول پیل کړي د ملکي وګړو تلفات تر ۱۰۰زرو اوړي".

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشر تدامیچي یاماموتو ويلي،

" تیره اوونۍ مې د امنیت شورا ته وويل چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې چې هر څه وي، خو سوله به د نوې ادارې لپاره تر ټولو ارزښت ناکه مسله وي. زه د ملګرو ملتونو لخوا یو واربیا له ټولو غواړم چې د سولې لپاره خپل غږ پورته کړي، او له ټولو ښکیلو اړخونو غواړم چې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره ریښتیني او پیاوړي ګامونه پورته کړي، ځکه چې په دې هیواد کې د شخړې حل د پوځي لارې ممکن نه دی".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې ويلي اداره ټينګار کوي "چې د ښځو او ځوانانو په ګډون، د افغانانو په مشرۍ بېن الافغاني خبرې اترې د سولې د بهیر او د سولې د روانو هڅو لپاره اړینې دي. او د سولې په هر ډول هڅو کې له برخه اخیستونکو غواړي چې هغه ملیونونه عادي افغانان، په ځانګړي ډول د جګړې قربانیان په پام کې ونیسي چې په سوله کې د ژوند کولو فرصت غواړي او له ټولو ښکېلو اړخونو غواړي، چې یو سیاسي جوړ جاړي او تلپاتې اوربند ته د رسېدو لپاره د هغه تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي، چې ملکي وګړو ته زیان رسوي".

د ملګرو ملتونو دا تازه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا په افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو بريدونه دوام لري.

طالبان د افغان ځواکونو سره د امریکا په مشرۍ په بهرنیو ځواکونو بريدونه کوي او د افغان چارواکو په وېنا په دغو بريدونو کې د کال ۲۰۱۴ نه راپه دېخوا خواؤشاه ۵۰ زره افغان امنیتي سرتيري وژل شوي دي.

په عېن حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو بريدونه او د تشدد پېښې دوام لري امريکا هڅه کوي چې د جګړې د ختمولو دپاره د طالبانو سره خبرې وکړي، په افغانستان کې اوږدې جګړې ته د پای ټکي کيږدي او په دغه هېواد کې سوله راشي.

خو طالبان غواړي چې د افغانستان څخه امریکا او نور بهرني ځواکونه ووځي له دغې وروسته به اوربند وکړي او بېن الافغاني خبرو ته به کښېني.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې خبرې چې د درېو میاشتو د ځنډ وروسته په ځای شوي دي.

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد نزدې يوه اوونۍ وړاندې د کابل د سفر په مهال ويلي ؤ، د افغانستان د سولې په پروسه کې یو اهم پړاو ته نزدې شوي دي.

د راپورونو ترمخه په افغانستان کې د کال ۲۰۰۱ راهسې په روانه جګړه کې د يو نيم لاک پورې خلک وژل شوي چې پکې امنیتي سرتيري، ملکي وګړي، تندلاري وسله وال او ۲۳۰۰ امریکايي سرتيري هم شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG