لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پروېز مشرف د مرګ د سزا په اړوند په لاهور او پېښور هايکورټ کې خواستونه شوي


د پخواني پوځي امر پروېز مشرف لخوا يو وکيل په لاهور هایکورټ کې خواست کړی او هغه فېصله يې چېلنج کړې په کومه فېصله کې چې ځانګړي عدالت پروېز مشرف ته د ائين ماتولو په مقدمه کې د مرګ سزا اورولې وه.

بل لور ته په پېښور کې وکيلانو د پروېز مشرف پرضد راغلې فېصلې په اړوند پېښور هايکورټ کې د قانون د مرکزي وزير، اطلاعاتو وزير، اټارني جنرل او وزيراعظم د مشاور پرضد د عدالت د سپکاوي خواست کړی دی.

د ځايي ميډيا ترمخه د پخواني پوځي امر لخوا اېډوکېټ اظهر صديقي لاهور هايکورټ ته خواست کړی مرکزي حکومت او نور يې پکې فريقېن جوړ کړي او په خواست کې ويل شوي چې د پروېز مشرف پرضد په اورول شوې فېصله کې تضادات دي.

ويل شوي عدالت په تادۍ کې د مقدمې اورېدنه کړې او د قانون ترمخه د ملزم د بيان ريکارډ کولو پرته هغه ته د مرګ سزا اورول شوې ده.

په خواست کې ويل شوي لاهور هايکورټ دې امر وکړي چې د ځانګړي عدالت لخوا په اورول شوې سزا دې عمل کول ودرول شي او سزا دې وځنډول شي.

د ځايي ميډيا ترمخه خواست په نهمه جنورۍ د اورېدنې دپاره منظور کړی شوی دی.

د پروېز مشرف پرضد اورول شوې فېصله

لس ورځې وړاندې د جسټس وقار احمد سېټهـ په مشرۍ د درې کسيزه ججانو ځانګړي عدالت پخواني پوځي امر پروېز مشرف ته د ائين ماتولو د غدارۍ په مقدمه کې د مرګ سزا اورولې وه، په درې ججانو کې يو جج د فېصلې مخالفت کړی ؤ.

د ياد ځانګړي عدالت مشر جسټس وقار احمد سېټهـ په فېصله کې ويلي ؤ چې پروېز مشرف دې راوستی شي سزا دې ورته ورکړی شي او که هغه مړ ترلاسه شو هغه دې راښکل شي او د اسلام اباد په ډي چوک کې دې درې ورځې وځړول (اوېزان) کړل شي.

د مشرف پرضد فېصلې ته د پوځ غبرګون

د پاکستان پوځ دغې فېصلې ته په غبرګون کې ويلي ؤ، پرویز مشرف د هېواد خدمت کړی دی او د هېواد د دفاع دپاره یې جنګونه کړي دي هغه غدار نشي کېدلی.

پوځ ويلي ؤ د خصوصي عدالت فېصلې د پوځ په صفونو کې "درد او غصه" راوپارولې ده.

پوځ زياته کړې وه پرویز مشرف د پوځ مشر و او جنګونه یې کړي دي او هغه "یقیناً غدار نشي کېدلی."

پوځ د عدالت د فېصلې په اړوند ويلي ؤ عدالت د اساسي قانون سرغړونه کړې ده او پرویز مشرف ته یې د دفاع موقع نه ده ورکړې او عدالت په خپل سر مقدمه سر ته رسولې او فیصله یې په "بېړه" کې کړې ده.

د حکومت غبرګون

د تحریک انصاف حکومت د ځانګړي عدالت فېصلې ته په غبرګون کې ويلي ؤ د ځانګړي عدالت د مشر وقار احمد سېټهـ پرضد به د پاکستان سپريم جوډيشل کونسل ته خواست کوي.

د حکومتي وزیرانو په وېنا قاضي وقار سېټهـ د پرېکړې په ۶۶م پېراګراف کې لیکلي چې که پروېز مشرف له سزا پرته مړ شي نو د هغه مړی دې په اسلام اباد کې د پارلمان مخ ته په ډي چوک درې ورځې را وځړول شي.

د پوځ او حکومت بيان ته د وکيلانو غبرګون او پېښور هايکورټ ته خواست

په پاکستان کې د وکيلانو اتحاديې د مشرف پرضد اورول شوې فېصلې ته د پوځ غبرګون غندلی او د ائين او قانون سرغړونه يې ورته ویلې وه.

په پېښور هایکورټ کې اېډوکېټ اجمل خان او اېډوکېټ شبير حسېن ګګياني د قانون د مرکزي وزير، د اطلاعاتو مرکزي وزير، اټارني جنرل او وزيراعظم د مشاور پرضد د عدالت د سپکاوي خواست کړی دی.

په خواست کې ويل شوي د ځانګړي عدالت د فېصلې وروسته د جسټس وقار احمد سېټهـ پرضد تورونه لګول شوي او ناوړه ژبه کارول شوې ده.

ويل شوي د فرېقېنو پرضد دې د عدالت د سپکاوي کارروايي وشي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG