لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نازیه اقبال:لندن کې هنري فعالیتونه کووم خو خپل وطن پسې مې زړه خوږیږي


دپښتو وتلې هنرمنده نازیه اقبال وایي په لندن کې یې خپل هنري فعالیتونه دوامداره ساتلي دي خو پخپل وطن اؤ خپله خاوره پسې یې هم زړه خوږیږي اؤ دپښتونخوا دخلکو مینه به کله هم هیره نکړل شي.

د جمعې په ورځ امریکا غږ ډيوه سره خبرو کې نازیه اقبال ویلي دهغې په کورني ژوند کې چې په دې وروستیو کې کوم تاؤ تریخوالی مخې ته راغلی ؤ اوس هغه ختم شوی اؤ هغه دخپل میړه اؤ ماشومامنو سره یو عادي‌ژوند کوي .

میرمن نازیه اقبال چې په دې وروستیو کې دخپلو اولادونو سره لندن ته په کډه شوې وایي په لندن کې یې بچي سبقونه وایي اؤ هغه د یوې مور په صفت د خپلو اولادنو یو غوره راتلونکي‌ یا مستقبل ته په طمعه ده.

هغې زیاته کړه د وطن نه لرې والي یې هنري فعالیتونه نه دي ازغیزمن کړي اؤ دلته د لندن نه یې هم نه یوازې ګڼ شمیر نوې سندرې ریکارډ کړي بلکې دلته یې هم پښتانه خپلو محفلونو، ودونو ښادیو اؤ دستورو ته رابلي اؤ هغوئ ته سندرې وایي

خو د نازیه اقبال په وینا “دلته که په لندن کې هرڅو ښه ژوند دی،هنري فعالیتونه دي، بچي مې په ښو ادارو کې سبقونه وایي‌ خو د وطن مینه مې ډيره ځوروي ، خپل وطن خو خپل وطن وي اؤ کله چې وطن اؤ خپل خلک رایاد شي نو زړه مې پسې ودردیږي”

لندن ته له تګ وروسته نازیه اقبال پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې پاکستان کې هغې خپل اؤ دخپلو ماشومانو ژوند خوندي نه ګڼلو ځکه یې لندن ته کډه وکړه.

کله چې ډيوې له هغې وپوښتل په پښتونخوا کې خو هم ډيرې پښتنې سندرغاړې اوس په سندرو ویلو بوختې دي ایا تاته څه ګواښونه وؤ

نازیه اقبال وویل “ګواښونه یوازې دسر نه وي ،کله چې بچي ښه تعلیم نه مومي،ښه اقتصاد نه وي، په ازاده فضاء کې یو هنرمند خپل فعالیتونه نه شي کولی دا ټول ګواښونه وي اؤ یو هنرمند ته پکې خپل ژوند کول سخت شي”

هنرمنده نازیه اقبال وایي په دې وروستیو کې پاکستان کې ګڼ شمیر پښتنې هنرمندانې ووژل شوې ، ډيرې نورې هنرمندانې دفن په پرېښودو مجبوره شوې اؤ کله چې هغه دتحفظ خبره کوي نو خلک پرې نیوکې کوي باید په دغه وخت د وژل شوؤ اؤ ځورول شوؤ‌ هنرمندانو عکسونه هم مخې ته ونیسي.

نازیه اقبال دپښتو دسر په سندرغاړو کې هغه مشهوره سندرغاړې ده چې په سوونو سندریز البمونه یې مخې ته راغلي اؤ ددې ترڅنګ یې په زرګونو سندرې دفلمونو اؤ کنسرټونو دپاره ویلي چې اکثره پکې مشهورې شوي اؤ‌خلکو پرې هغه ستائیلې ده.

دنازیه اقبال بنیادي تعلق دسوات سیمې سره دی خو هغه په پېښور کې لویه شوې ده

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG