دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان ویلي دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې له ورګډولو وروسته اوس حکومت خپل ټول پام دې ته ګرځولی چې په دغو سیمو کې د کاروبار موقعې سیوا کړي.
د خالي په ورځ پېښور کې د ګورنر ماڼۍ کې دصوبايي کابینې دغونډې دمشرۍ په مهال وزیراعظم عمران خان ویلي چې دقبائیلي سیمو په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو اساي مقصد داؤ چې ددغو سیمو وګړي هم دهیواد د نورو برخو د وګړو په څېر له ټولو اسانیو اؤ حقونو څخه برخمن شي.
دپاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ددغه غونډې په مهال وزیراعظم عمران خان ته په ټول صوبه اؤ قبائیلي ضلعو کې د عمومي وضعیت اؤ پرمختیا په اړوند احوال تیر کړل شوی دی اؤ وزیراعظم دصوبې اعلی وزیر اؤ ګورنر ته لارښوونه وکړي چې اوس باید خپل ټول پام په قبائیلي ضلعو کې خلکو ته روزګار ورکولو ته وګرځوي.
هغه وویل د انضمام عمل په وړاندې بوتلل دحکومت ستره کامیابي ده حکومت قبائیلي سیمو ته درنې پنګې ورکړي دي اؤ اوس لرې نه ده چې ډير زر دقبائیلي سیمو خلک هم د ژوند ټولې اسانتیاوې پخپل درشل ومومي.
د پاکستان پارلېمنټ تېر کال په ائین کې د ٢٥ ترمیم دلارې قبایلي سیمې په خېبر پښتونخوا کې شاملې کړې. د ائیني ترمیم وروسته، مومند، باجوړ، خېبر، اورکزۍ، کرمه، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان د خېبرپښتونخوا ضلعې شوې.
د پاکستان تحريک انصاف د مرکزي حکومت او خېبرپښتونخوا حکومت چارواکي وخت په وخت دعوې کوي چې په قبایلي سيمو کې د پرمختيا دپاره ځانګړي اقدامات کوي خو د سيمې خلک او منتخب استازي د حکومت دغه دعوې ردوي.
د مومندو قبايلي ضلعې نه د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ منتخب غړي نثار مومند وايي، د تحریک انصاف د حکومت واکمن تل تشې دعوې کوي په سيمه کې يې هيڅ پرمختيايي کار نه دی شوی.
وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې د مومندو ضلعې نه د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي نثار مومند ډیوه ته وویل په علاقه کې د تعليم، صحت او نورو بنيادي اسانتياؤ ته ترجیح ورکول پکار ده خو هغه زیاته کړه په دې برخو کې څه پرمختګ نه ښکاري.
هغه وغوښتل چې حکومت دې دعوؤ په ځای په قبايلي ضلعو کې عملي ګامونه پورته کړي.