لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:واده کې دښځو په ویډیو جوړولو نښته کې د واده زلمی وژل شوی


پولیس وایي دپېښور په چغلپوره سیمه کې د واده په مهال په موبائیل فون دښځو د ویډیو جوړولو پسر په رامنځته شوې شخړه وسله والو د واده زلمی وژلی اؤ د د واده خوشحالۍ یې په غم بدلې کړي دي.

دپهاړي پورې تاڼې پولیسو سره د درج شوي رپورټ په اساس دغه پېښه دخالي په ورځ دچغلپورې عنایت ګرهۍ په ملک سعد ټاؤن سیمه کې رامخې ته شوې ده.

ریاض نومې نن پولیس ته پخپل رپورټ کې ویلي چې دجمعې په ورځ دهغه د ځوئ عابد واده ؤ اؤ په دغه واده کې دهغه د زوم اؤ د عابد د اوښي رور شمس الرحمان د ښځو منځ کې په موبائیل فون ویډیو جوړوله.

ریاض وایي کله چې دهغه زوئ عابد دخپل اوښی رور شهزاد له ویډیو جوړولو منعې کړو نو اوښی یې په خفګان د واده له ځایه ووتلو اؤ د واده په سبا چې کله د واده زلمی عابد دخپل ګاډي سمولو دپاره مستري خانې ته روان ؤ نو په لاره کې پرې شهزاد دخپلو نورو دوؤ روڼو په ملتیا ډزې وکړې.

پولیس وایي په دغو ډزو کې وړومبی شهزاد سخت ژوبل شو خو وروسته چې روغتون ته ورسول شو نو دغلته یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه.

دعابد دمړي کور ته رسېدلو سره سم دهغه په کور کې راجوړه شوې خوشحالي په غم بدله شوې اؤ دهغه د واده دپاره راغلي میلمانه دفاتحې په مراسمو بوخت شوي دي.

په دې روستیو کې په پېښور اؤ خواوشا سیمو کې د ودونو ښادو په موقعو په موبائیل فون د ویډیو ګانو جوړولو پسر شرونو اؤ نښتو کې اضافه شوې ده اؤ تیره میاشت هم په پهاړي پوره سیمه کې په دغسې یو جنجال شوې نښته کې اووه تنه ژوبل شوي وؤ.

تر دې وړاندې دپېښور په بالاماڼۍ سیمه کې هم د موبائیل فون دلارې په ویډیو جوړولو د دوؤ ډلو ترمنځ نښته کې درې کسان ژوبل شوي وؤ

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG