لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي د اوربند په غوښتنه خپلو کې مشورې کوي خو لا پرېکړه یې نه ده کړې


طالبان وایي افغانستان کې د اوربند په اړوند د زلمي خلیلزاد په غوښتنه دطالب مشرانو ترڅنګ صلاح مشورې روانې دي خو تر اوسه په دې اړوند کومه غوڅه پرېکړه نه ده شوې.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته د اوربند په هکله دیوې پوښتنې ځواب کې ویلي په اوربند صلاح مشورې لا نهایي شوي نه دي چې کله په دې اړوند څه پرېکړه وشوه طالبان به یې پخپله اعلان کړي.

دتیرو څو ورځو راهسې په مطبوعاتو کې داسې ګنګوسې مخې ته راغلي چې افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد طالبانو څخه د سولې نه وړاندې د لس ورځني اوربند غوښتنه کړې اؤ په دغه غوښتنه دمشورو دپاره دقطر څخه دطالبانو یو پلاوي تیره اوونۍ پاکستان ته سفر هم کړی دی.

تیره ورځ د امریکا مشهورې ورځپاڼې وال سټریټ جرنل د یو طالب چارواکي له خولې لیکلي پخپل یو راپور کې لیکلي وؤ چې طالبانو د تېرې چارشنبې- شورو له ورځې راهیسې د بلوچستان په کوټه ښار کې له امریکې سره د اوربند په تړاو خپلمنځي ناسته کړې ده.

مطبوعات دعوي کوي چې دمولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ پاکستان دطالب پلاوي دسفر موخه په دغه هیواد کې دمیشت نورو طالب مشرانو سره د اوربند په وړاندیز صلاح مشورې کول دي خو تراوسه نه طالبانو اؤ نه دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه منلې چې ګنې طالب مشران پاکستان ته تللي دي.

امریکا غږ پاکستان ته دطالب مشرانو د سفر په اړوند هم دطالب ویاند ذبیح الله مجاهد څخه پوښتنه کړې خو هغه په دغه پوښتنه ځان ناجاڼه کړی اؤ یوازې دومره یې ویلي دي چې د اوربند په غوښتنه مشورې دوام لري.

افغان خبریال او سیاسي څېړونکي سمیع یوسفزي پر خپله ټویټر پاڼه تیره ورځ لیکلي وؤ چې طالبان لږ تر لږه د اوو ورځو او زیات له زیاتو د لسو ورځو پر اوربند صلاح شوي دي چې یوازې په لویو ښارونو کې به عملي کېږي، خو وایي د اوربند وروستۍ پرېکړه به د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا کېږي.

دافغانستان دسولې دمطالعاتو دموسسې مشر خلیل الله ساپي امریکا غږ اشنا ته ویلي چې دتیرو نهو ورځو راهسې طالب پلاوی پاکستان کې خپلو مشرانو سره په مشورو بوخت دی اؤ هغوي د اوربند په اړه د زلمي خلیلزاد وړاندیز خپل مشر مولوي هیبت الله اخندزاده ته هم اېښودی دی.

هغه هم هیله ښودلې ده چې طالبان که لس ورځې اوربند ونه کړي نو د یوې اوونۍ اوربند ته به غاړه کښیږدي.

افغانستان کې دسولې اؤ اوربند داخبرې په داسې مهال تودې شوي چې طالبانو دسولې دخبرو ترڅنګ ددې هیواد بیلابیلو برخو کې په افغان ځواکونو دخپلو بریدونو اؤ بمي چاودنو لړۍ هم چټک کړې اؤ یوازې په تیره اوونۍ کې په دې بریدونو کې‌ په لسګونو افغان سرتيري وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

دتیرکال راهسې طالبانو اؤ امریکا په قطر کې د سولې خبرې پیل کړې وې اؤ دواړو خواؤ دعوه کړې وه چې دسولې یو غوڅ تړون ته هم رسیدلي دي دي خو څه دپاسه درې میاشتې دمخه کابل کې په یوه چاودنه کې دیو امریکایي عسکر په ګډون د۱۲کسانو د وژل کیدو له امله دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ دسولې دغه خبرې ختمې کړې وې.

خو په ۲۹م نومبر کابل ته دخپل یو ناساپي سفر په مهال دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي وؤ چې طالبان اوس سولې اؤ اوربند دواړو ته چمتو شوي ولې کله چې روانه میاشت زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو په قطر کې دسولې خبرې سر دوباره پیل کړې نو ورسره سم کابل کې دچاودنو لړۍ هم چټک شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG