لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شاه محمود:هند په کنټرول لاين پینځه ځایه براهموس میزائیل لګولي دي


دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي هند دکشمیر په ویشونکې پوله لګیدلی ازغن تار پینځه ځایه شلولی اؤ په کنټرول لاین یې براهموس میزائیل لګولي دي.

داتوار په ورځ ملتان کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ښاغلي قریشي ویلي دا مهال په ټول هند کې احتجاجونه روان دي اؤ شونې ده چې ددې احتجاجي کیفیت نه د پام اړونې په خاطر هند عملیات وکړي.

دهند دحکومت له لوري دخپل واک لاندې دکشمیر دنیم خپلواکه حیثت ختمولو راپدیخوا دپاکستان اؤ هند اړېکې زېاتې تاؤژنې شوي اؤ څو کرته د دواړو هیوادونو دپوځونو ترڅنګ دکشمیر په ویشونکې پوله نښتې هم شوي چې دواړه خواوې پکې یو بل ته د زیانونو اړؤلو دعوې کوي.

شاه محمود قریشي تور ولګولو چې کشمیر کې په مسلمانانو ظلمونه روان دي اؤ داسلامي هیوادونو سازمان او ایي سي باید دکشمیري مسلمانانو په پلوۍ خپل غږ پورته کړي.

هغه وویل پاکستان دهند دفعالیتونو په اړوند ملګرو ملتونو ته یو لیک استولی دی اؤ هیله ده چې عسکري مبصرین به دکشمیر د وضعیت پسر دملګرو ملتونو امنیت شورا احوال هم تیر کړي

هند لا تر اوسه په رسمي توګه د شاه محمود قریشي ددې دعوې په اړوند خپل غبرګون نه دی ښودلی چې ګنې دکشمیر په پوله یې پینځه ځایه براهموس اؤ نورې میزائیلې لګولي دي

XS
SM
MD
LG