د خېبرپښتونخوا صوبې د قانون وزیر ويلي، د اېکشن ان اېډ اف سول پاور ريګولېشن لانجمن ارډيننس چې ټولې صوبې ته غځول شوی د خپلې ائينې مودې پوره کېدو وروسته دې ته نور وخت نه دی ورکړی شوی خو دا قانون اوس هم په صوبه کې په ورګډو شوؤ قبايلي ضلعو کې عملي دی.
د قانون وزیر سلطان خان په دغه اړوند اسمبلۍ ته په وېنا کې ويلي، دا وخت په سپريم کورټ کې د صوبايي اسمبلۍ هغه قانون د اورېدنې لاندې دی چې د اېکشن ان اېډ اف سول پاور ريګولېشن په ګډون د نظام عدل او نورو قوانینو په پخوانيو قبايلي او نيمو قبايلي سیمو کې د جاري ساتلو دپاره منظور کړی شوی ؤ.
سلطان خان ويلي "دا وخت دغه د (اېکشن ان اېډ اف سول پاور ريګولېشن) د قانون په شکل کې وجود نه لري ارډيننس ختم شوی دی او د اسمبلۍ نه پاس شوی قانون په سپريم کورټ کې د اورېدنې لاندې دی".
سپريم کورټ د ياد قانون په اړوند د پېښور هایکورټ فېصله ځنډولې وه ځکه دغه قانون په ورګډو شوؤ قبايلي او نیمو قبايلي ضلعو کې اوس هم عملي دی.
د خېبرپښتونخوا ګورنر په پينځم اګست د اېکشن ان اېډ اف سېول پاور ارډيننس قانون د قبايلي سيمو ترڅنګ ټولې صوبې ته غځولی چې پکې امنيتي ادارو ته بېساری واک ورکړی شوی ؤ چې ترمخه يې ادارو يو تن بې تپوسه پورته کولی او د نامالومه مودې پورې د ځان سره ساتلی شو.
د پيپلز ګوند احمد قيوم کنډي په اسمبلۍ کې پوښتنه راولاړه کړې چې تراوسه دوی ته د دې ارډيننس مسوده نه ده ورکړی شوې او پېښور هايکورټ دا قانون د بنيادي انساني حقونو پرضد ګرځولی دی.
سلطان خان وي او ای ډیوه ته ويلي، چې " حکومت کله وکتل چې دغه ارډيننس ته سخت غبرګون وويل شو نو دوی ځکه دا مخکې ونه غځوؤ خو دغلته اوس صرف دا يو قانون پاتې دی کوم چې د قوانينو جاري ساتلو اېکټ دی په هغې کې دا اېکشن ان اېډ سېول پاور هم شامل دی".
د اګست په میاشت کې د اېکشن ان اېډ اف سول پاور ريګولېشن لانجمن ارډيننس په پېښور په هايکورټ کې چېلنج شوی او د اکتوبر په مياشت کې پېښور هایکورټ ياد ارډيننس غېر قانوني ګرځولی ؤ.
خو د اکتوبر په مياشت کې د قانون وزارت او مرکزي حکومت د پېښور هايکورټ فېصله په سپريم کورټ کې چېنلج کړې وه.
وکيلان وايي ښايي د ژمي د چهټيانو د ختمېدو وروسته سپريم کورټ په دغه اړوند اورېدنه پېل کړي.