لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستاني طالبانو د حکيم الله ډلې يو مشر قاري سېف الله په خوست کې وژل شوی


د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د حکيم الله محسود ډلې يو مشر قاري سېف الله د افغانستان په خوست ولايت کې وژل شوی دی.

د قاري سېف الله محسود د وژنې پخلی پاکستاني چارواکي او د وسله والو طالبانو سرچينې هم کوي، چې هغه پرون د اتوار، يکشنبې په سهار په خوست کې د نامالومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

سېف الله به ځان د ګيله من محسود په نوم د طالبانو د حکيم الله محسود ډلې وياند معرفي کوو.

هغه په کال ۲۰۱۵م کې په ټانک ضلع کې د ژورنالسټ زمان محسود د وژنې زمه واري منلې او له دغې وروسته ښکاره شوی ؤ.

سېف الله بیا په کال ۲۰۱۷م کې په افغانستان کې نيول شوی او د ۱۴ مياشتې بند وروسته بيا خوش کړی شوی ؤ.

د ياد تن په اړه ويل کیږي چې هغه په پاکستان کې د يو شمېر پېښو زمه وارۍ منلې وې چې پکې په امنیتي سرتیرو بريدونه، په شيعه زايرينو، په ژورنالسټانو او په کراچۍ کې د ياد قوالي ويونکي امجد صابري د وژنې زمه واري هم هغه منلې وه.

امجد صابری په کال ۲۰۱۶م کې په کراچۍ کې په يو وسله وال بريد کې وژل شوی ؤ. په کال ۲۰۱۸م کې ويل شوي ؤ چې د امجد صابري په وژنه کې ککړ دوه تنو ته د مرګ اورول شوې ده.

د سرچينو ترمخه طالبانو د مرکزي ډلې ترڅنګ ځينې نورو ډلو د سېف الله څخه د لاتعلقۍ اعلان کړی ؤ، خو هغه به بيا هم وخت په وخت د پېښو زمه وارۍ منلې.

XS
SM
MD
LG