لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: د ماچس کډوالو د بيرته ستنېدو دپاره احتجاجي مظاهره کړې


د شمالی وزیرستان د ماچس کډوال د ميران شاه پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کوي
د شمالی وزیرستان د ماچس کډوال د ميران شاه پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کوي

د شمالي وزیرستان د ماچس علاقې څخه کډوال شوؤ د لسګونو په شمېره کې ځايي خلکو احتجاجي مظاهره کړې او غوښتلي يې دي چې دوی شپږ کاله د کډوالۍ ژوند وکړو، بيرته خپلې علاقې ته دې ستانه کړی شي.

د ماچس علاقې سره تعلق لرونکي ګڼ شمېر کسان د ميران شاه پرېس کلب مخې ته رايو ځای شوي او غوښتل يې چې کډوالۍ نور ستړي کړي درې کاله يې وشو چې د بیرته ستنېدو ټوکن ورته هم ورکړی شوی خو تراوسه په بنو، نورنګ او کرک کې د کډوالۍ په ژوند تېرولو مجبور دي.

د احتجاجي مظاهرې يو ګډون وال ظريف خان وايي، په ۲۰۱۴م کې د ضرب عضب پوځي عملياتو په مهال دوی ته د علاقې پرېښودو ويل شوي او دوی کډې کړې وې.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی ګڼل چې په علاقه کې به د پوځي عملياتو سره امن په ځای شي او سيمه به په قلاره شي ابادي به وشي خو د هغې په ځای د نوموړي په وېنا د علاقې ودانۍ ړنګې کړی شوي دي.

هغه غوښتنه وکړه چې د پوځي عملیاتو په مهال د دوی کورونه وران شوي دوی ته دې د کورونو انتظام برابر کړی شي او د دوی بيرته ستنېدل دې يقيني کړی شي.

ظريف ګواښ وکړو چې که دوی ته د حکومت لخوا کوم باوري جواب ونه شو په ۱۲م جنورۍ ۲۰۲۰م به دوی په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) اعلان شوې جلسې ته ځي او د دغه لارې به خپلې غوښتنې کوي.

پي ټي اېم په ۱۲م جنورۍ په بنو کې د جلسې اعلان کړی او ويلي يې دي په دغه جلسه کې به پښتنو ته د ورپېښو نورو مسلو سره د کډوالو مسله هم راپورته کوي.

يو بل کډوال شېر ادم خان وايي، د ۲۰ نه تر ۲۵ پورې کورنۍ چې کډوالې وې بيرته په خپله علاقې ته ستنې شوي خو تور لګوي چې اوس دغه کورنۍ هلته تنګول کیږي چې دوی په غېر قانونه توګه ستنې شوي دي.

هغه وويل د شمالي وزيرستان د لرې پرتو علاقو کډ‌وال ستانه کړی شو خو ماچس علاقه چې د شمالي وزيرستان په مرکز ميران شاه کې دننه راځي دوی بيرته نه ستنول کيږي.

هغه وويل دوی نه پوهېږي چې د پاکستان حکومت ته خو د بهر هېوادونو مسلې ښکاري خو د شمالي وزیرستان د مرکز ماچس علاقې کډوال ترې ولې هېر دي.

په کال ۲۰۱۴م کې د ضرب عضب عملياتو په مهال د شمالي وزیرستان څخه نزدې يو لاک کورنۍ کډوالې شوې چې پکې د چارواکو په وېنا اوس د ۸۵ زرو پورې کورنۍ بيرته ستنې کړی شوي دي.

د ماچس علاقې د کډوالو د احتجاج او بيرته ستنېدو غوښتنې ته په ځواب کې د شمالي وزیرستان انتظاميه مني، په ماچس علاقه کې ودانۍ ړنګې شوي خو اوس هڅه روانه ده چې په علاقه کې د ورانو شوؤ کورونو ودانولو دپاره برابرتيا جوړه شي او د دې خلکو د کورونو مسله لوړ پوړو چارواکو ته رسول شوې او چې د حکومت لخوا د دوی دپاره کوم ګام پورته کړی شو په هغې به عمل کيږي.

په قبايلي ضلعو کې د افتونو په وخت د انتظام اداره (پي ډي اېم ای) مني چې د ماچس علاقې څخه۶۰۰ کورنۍ کډه شوې وې، اداره وايي د شمالي وزيرستان ۱۵ زره رجسټرډ کورنۍ اوس هم کډوالې دي چې په دې شمېره کې افغانستان ته کډه شوي کډوال نه دي شامل.

د شمالي وزيرستان نه د کډوالو دپاره جوړه کميټي وايي د دوی سره د شپږو زرو پورې داسې فارمونه جمع شوي چې افغانستان ته کډه شوي او دوی بيرته خپلو علاقو ته راتلل غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG