لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کال ۲۰۱۹،پاکستان کې دترهګرۍ کچه څه پاتې شوې اؤ څومره ترهګر نیول شوي؟


Pakistan Peshawar Bomb Blast in Bus
Pakistan Peshawar Bomb Blast in Bus

دڅېړنو اؤ امنیتي مطالعاتو مرکز(سي ارایس ایس) وایي په کال ۲۰۱۹م کې دپاکستان دننه دترهګرۍ اؤ دترهګرۍ دمخنیوي عملیاتو کې کېدونکو وژنو کې ۳۱فیصده کموت راغلی دی.

دنهې په ورځ ډان ورځپاڼه کې دخپور شوي تحقیقي راپور له مخې سږکال پاکستان کې دوؤ ترهګرو ډلو تحریک طالبان پاکستان د۱۲ؤ اؤ داعش دیو برید پړه پغاړه اخستې ده.

دغه راپور کې راغلي چې دیادو ترهګرو ډلو د اړونده ترهګرو وژنو کې ۳۰فیصده اؤ دعام وګړو په وژنو کې ۳۶فیصده کموت لیدل شوی.

د راپور له مخې تیرکال(۲۰۱۸م) کې عامې وژنې ۹۸۰وې اؤ په کال ۲۰۱۹م کې داشمیره ۶۷۹ته راټېټه شوې ده.

راپور کې راغلي چې که خیبر پښتونخوا صوبه اؤ فاټا جلا،جلا سیمې وګڼل شي نو بیا بلوچستان دپاکستان هغه سیمه پاتې کیږي چې تراوسه ترهګرۍ تر ټولو زیاته ځپلې ده.

دغه تحقیقي راپور زیاتوي چې بلوچستان کې د ترهګرۍ اؤ دترهګرۍ دمخنیوي عملیاتو کې په شوؤ وژنو کې ۴۲اعشاریه دوه،فاټا کې ۳۹،سندهـ کې ۱۹اؤ پنجاب کې ۱۱اعشاریه اته فیصدي کموت لیدل شوی

په کال ۲۰۱۹م کې پاکستان کې ټول ۳۷۰ترهګریز بریدونه شوي چې پکې ۵۱۸کسان وژل شوي اؤ له دې وړاندې کال کې په شوؤ ۴۰۰ؤ ترهګریزو بریدونو کې ۷۳۹ کسان وژل شوي وؤ چې دغه شمیره ښایي سږکال د وژنو دا لړۍ ۳۰فیصده راټېټه شوې ده.

سږکال په پاکستان کې ځانمرګي بریدونه هم دتیرکال په پرتله کم شوي ،په کال ۲۰۱۸م کې دځانمرګي بریدونو شمیره ۲۶وه اؤ سږکال یوازې نهه ځانمرګي بریدونه شوي ،

تیرکال پاکستان کې په ځانمرګي بریدونو کې ۲۹۵کسان وژل شوي وؤ اؤ سږکال پکې ۵۶کسان وژل شوي دي.

دغه راپور وایي چې په بریدونو اؤ عملیاتو کې دعامو وګړو د وژنو شمیره ۳۶،دحکومتي اؤ امنیتي مامورینو شمیره ۱۹ اؤ د وسله والو شمیره ۳۰فیصدي راټيټه شوې ده.

په کال ۲۰۱۹ کې دپاکستان دننه یو ډرون برید هم نه دی شوی اؤ په تیرو څلورو کلونو کې د ډرون بریدونو کې ۱۵ تندلاري وژل شوي وؤ.

راپور زیاتوي چې سږکال پاکستان ۱۴۱شګمن جنګیالي نیول شوي چې هغې ۳۲د تحریک طالبان پاکستان،۱۱د لښکر جهنګوي،درې دالقاعده برصغیر،څلور دداعش،دوه دبلوچستان لبریشن ارمي اؤ څلور د بلوچ ري پبلکن ارمي سره تړاؤ لري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG