لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرن خان وايي‌ ۲۰۱۹م کال کې یې ډیر هنري پرمختګونه وکړل خو دقام غم خوشحالۍ ته نه دی پرېښی


دپښتو وتلی سندرغاړی کرن خان وایي کال ۲۰۱۹م کې هغه ګڼ داسې هنري فعالیتونه وکړل چې خلکو خوښ کړي دي خو په دې کال کې هم دپښتنو ترمنځ بې اتفاقۍ اؤ د پښتنو خوارې ورځې هغه د زړه خوشحالۍ ته نه دی پریښودی.

امریکا غږ ډیوه سره خبرو کې ښاغلي کرن خان وویل په کال ۲۰۱۹م کې هغه د”بدرګه” په نوم یو سندریز البم خپلو مینه والو ته وړاندې کړو چې ددغه البم ټپیزې خلکو ډیرې زیاتې خوښې کړې اؤ په ټولنیزو رسنیو تر۱۰میلیونو زیاتو خلکو واوریدې اؤ خوښي یې پرې ښکاره کړې.

کرن خان وایي” ننګرهار دګلو هار” په دې کال دهغه لخوا مینه والو تر وړاندې شوې هغه سندره ده چې دهر عمر خلکو پکې خوښي لرلې اؤ نه یوازې په ودونو ښادیو کې زیاته اوریدل شوی بلکې دقام خوښو زلمو په هر محفل کې دغه سندره خلکو اوریدلې اؤ په ټولنیزو رسنیو یې دیو بل سره شریکه کړې هم ده.

هغه وایي په کال ۲۰۱۹م کې یې د سندرو ویلو ترڅنګ د لویې شاعر ارواښاد صاحب د یادونې یو ماښام هم راجوړ کړی ؤ چې پکې دخیبر پښتونخوا سترو لیکوالو،دانشورانو،دمدني ټولنې غړو اؤ ژورنالستانو برخه اخستې وه .

دکرن خان په وینا په دغه ماښامي کې نه یوازې دصاحب شاه صابر نوي کلامونه هغه دخپلو مینه والو مخې ته راوړل بلکې دهغه خدماتو ته په غوره انداز درناوی هم وړاندې کړل شو.

کرن خان وایي دا وړومبی ځل ؤ چې په دغه ماښامي کې یې دصابر شاه صابر کوم کلامونه ویلي دهغې سب ټائټلز یا توري یې هم په انګریزۍ اؤ اردو ژبو ددغو سندرو سره ولیکل اؤ اوس د پښتنو ترڅنګ اردو ژبي اؤ انګلسیان هم په دغو کلامونو پوهیدای شي.

وتلی سندرغاړی کرن خان په دې کال کې دخپلې موسیقۍ یو انفرادیت دا هم ښایي چې لس کاله وروسته یې په وړومبي ځل د پښتو وتلي موسیقار صاحب ګل استاد سره په ګډه دهغه په سازونو کې خپلې سندرې،غزلې اؤ نظمونه راجوړ کړل اؤ دغه موسیقي دهغه مینه والو ډيره زیاته خوښه کړه.

دکرن خان په وینا هر څو که هغه په دې کال کې زیات هنري فعالیتونه وکړل اؤ دهنري پرمختګ غوره موقعې په لاس ورغلې خو د وطن اؤ دخپلو خلکو بدې ورځې خوشحالۍ ته نه دی پریښی.

هغه وایي “مونږ خو د وطن سره تړلي خلک یو نو چې په دې وطن کې خوشحالي وي ،مونږ هم خوشحاله یو اؤ چې کله هم په دې وطن کې بده پېښه مخې ته راغلې ده نو هغه زمونږ دهنرمندانو د زړه د درد اؤ خوږیدو سوب شوې ده”

هغه وایي دیو حساس فنکار په توګه یې په ژوند کې دخوشحالۍ موقعې ډيرې کمې اؤ دخفګان ډک وختونه ډیر زیات وي اؤ دهغه دپاره به هغه وخت دسکون اؤ راحت ډک وي چې په پښتون وطن کې د هر وګړي په شونډو خندا ووین

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG