لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ستره هنرمنده ماه جبېن قزلباش د زړه د دورې له امله په مرګوني حالت کې روغتون ته رسول شوې


دپښتو وتلې سندرغاړې ماه جبین قزلباش باندې د زړه دوره راغلې اؤ په سخت حالت کې دپېښور لیډي ریډنګ روغتون دبیړنی حالت په خونه یا ایي سی یو کې بستر کړل شوې ده.

دلیډي ریډنګ روغتون مشر ډاکټر خالد مسعود وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې ویلی چې ماه جبین قزلباش دنهې په ماسخوتن د زړه د دورې له امله لیډي ریډنګ روغتون ته رارسول شوې اؤ دلته ډاکټرانو دهغې له معائنې وروسته هغه وړومبی سی سی یو اؤ وروسته ایي سي یو وارډ ته منتقل کړې ده.

ایي سي یو په روغتون کې هغه خونې ته ویل کیږي چې مرګوني یا دسخت حالت ناروغان پکې بستر کولی شي اؤ ډاکټر خالد وایي ډاکټران د ماه جبین بي بي په علاج بوخت دي خو دهغې روغتیایي حالت د ډاډ وړ نه دی.

ماه جبین قزلباش دپښتو هغه لویه سندرغاړې ده چې په زرګونو سندرې یې ویلي اؤ خپل نوم یې دپښتو دسر په سندرغاړو کې جوړ کړی دی.

ماه جبین قزلباش هم په کال ۱۹۶۵ کې په پیښور کې زیږیدلې اؤ لویه شوې ده

هغه په خټه دافغانستان دهرات فارسیوانه ده،نیکه یې دهرات نه قندهار اؤ پلار یې بیا پیښور ته راغلی ؤ ، دقبائیلي سیمې اورکزو پښتو فلمونو په تکړه هیرو ارواښاد ایمل خان واده شوې وه .

د دیارلسو کالو په عمر کې یې سندرې پیل کړي اؤ تردې مهاله دغه سندریز یا فني سفر ۴۳ کالو ته رسیږي.

فني زده کړې یې د ستر موسیقار رفیق شینواري نه ترلاسه کړي اؤ دخپل خوږ اواز له امله ورته د بلل سرحد لقب هم ورکړل شوی.

دپاکستان حکومت ورته په ښو خدماتو صدارتي ایوارډ ورکړی .

دځوانۍ په وخت کې یې په څو پښتو فلمونو کې هم دکار کولو تجربه کړې وه خو دغه تجربه یې کامیابه ثابت نه شوه.

د ریډیو پاکستان پیښور، اؤ ټیلي ویژن څخه یې په زرګونو سندرې ویلي اؤ زیاتره پکې مشهورې شوي دي.

په مشهورو سندرو کې څه په لاندې ډول دي.

اوبه دې وړینه

سپنې سپوږمۍ وایه

زه خو ستا،ستا یمه

مسته ملنګا دې کړ

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG