د پاکستان تحريک انصاف حکومت د يو صدارتي ارډيننس د لارې د ټېکسونو په قانون کې بدلون کړی، چې د درامدي ډيوټۍ د کمي او د پېسو په قاچاق کې سزا عملي شي او ورسره د موبايل ټيليفونونو په ټېکس او کسټم ډيوټۍ کې هم کمی شوی دی.
د تحریک انصاف په حکومت نيوکې کيږي چې هر څه د صدارتي ارډيننسونو د لارې کوي.
پرون د شورو، چارشنبې په ورځ د قومي اسمبلۍ او سېنېټ غونډې رابلل شوې او په سېنېټ کې د پيپلز ګوند سېنېټر رضا رباني ويلي "د صدارتي اېوان څخه د ارډيننسو کارخانه جوړه کړی شوې ده".
رباني ويلي "د پارلیمان کار چې قانون سازي کول دي غېر فعاله کړی شوی دی" او صدارتي ارډيننسې جاري کولی شي.
په ټېکسونو کې د بدلون په اړوند ارډيننس په ۲۸م دسمبر جاري شوی خو پرون رسنیو ته ښکاره کړی شوی دی.
د ډان ورځپاڼې د راپور ترمخه دا ارډيننس به په انکم ټېکس، سېلز ټېکس او کسټم ډيوټۍ باندې عملي کيږي.
په ارډيننس کې د لسو کروړو روپو کاروبار کوونکو سوداګرو دپاره ټېکس د يو اعشاريه پينځه فيصده څخه صفر اعشاريه پينځه فيصده ته راکم کړی شوی دی.
په ارډيننس کې ويل شوي چې د ټاکل شوي مقدار يا اجازت پرته د لس زره ډالرو څخه دوه لاکه ډالرو پورې پېسې چې څوک قاچاق کوي يا په غېر قانوني توګه بهر وړي د هغه دپاره ۱۴ کاله د بند سزا تجويز کړی شوې ده.
د پېسو قاچاق کولو په اړوند تازه اقدام د فنانشل اېکشن ټاکس فورس يا د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېرقانوني پېسو د وړو راوړو د څار نړیوالې ادارې (اېف ای ټي اېف) د سپارښتنو په رڼا کې پورته کړی شوی دی.
تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د اېف ای ټي اېف د غونډې وروسته پاکستان ته د ۱۵۰ سوالونو فهرست ورکړی شوی او د هغې ځواب د روان کال ۲۰۲۰ د فرورۍ په مياشت کې غوښتل شوی چې پاکستان په دغه اړوند کوم ګامونه اخیستي دي.
په ارډيننس کې د موبايل ټيليفونو کسټم ډيوټي راکمه کړی شوې او د ۳۰ نه تر۱۰۰ ډالرو پورې قيمت والا موبايل ټيليفون باندې د کسټم ډیوټي د ۷۳۰ روپو نه ۱۰۰ روپو ته راکمه کړی شوې ده او په دغه موبايل سېلز ټېکس د ۱۳۰ روپو نه ۱۰۰ ته راټيټ کړی شوی او بيا د ۱۰۰ ډالرو د قيمت په موبايل سېلز ټېکس د ۱۳۲۰ روپو نه ۲۰۰ روپو ته راوستل شوی دی.