لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په يو کال کې ګراني د ۱۲ فيصدو نه سېوا شوې، خوراکي توکي او تېل ډېر ګران شوي


په پاکستان کې د تېر دسمبر په مياشت کې ګراني ۱۲.۷ فیصدو ته رسېدلې ده کومه چې د تېر ۲۰۱۸م کال په دسمبر کې ۵.۴ فيصده وه.

په پاکستان کې د شمېرنو اداره (پاکستان بېورو اف سټېټسټک) وايي چې د نومبر ۲۰۱۹م په مقابله کې په دسمبر کې ګراني صفر اعشاريه درې څلور فيصده راکمه شوې ده خو په تېرو نهه کلونو کې دا د ټولو نه زياته ګراني ريکارډ شوې ده.

دا چې په تېر يو کال کې د امروزه خوراکي توکيو بيعې څومره لوړې شوي په اړه يې يو دوکاندار بخت تاج د سوداګانو بېعې په دې ډول ويلي، چې

"د کال ۲۰۱۸م د دسمبر په میاشت کې په مردان کې يو کيلوګرام چيني په ۵۲ روپۍ وه او سږ کال يې نرخ ۷۲ روپۍ دی، دغه رنګ غوړي يو کيلوګرام د ۱۱۸ روپو نه ۱۹۳ روپو ته رسېدلي دي".

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل "دال په يو کال کې يو کيلوګرام ۳۰ روپۍ ګران شوی او د ۱۲۰ نه یې بيعه ۱۵۰ روپو ته رسېدلې ده، د ۲۰ کيلوګرام وړو د بوجۍ مخکنی يو کال وړاندې قيمت ۶۵۰ روپۍ او سږ کال يې نرخ ۱۰۰۰ روپۍ دی".

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په وروستيو کې د مرکزي کابينې غونډه رابللې چې پکې د خوراکي توکيو د نرخ جاج واخلي.

عمران خان صوبو ته ويلي ؤ چې عامو خلکو ته په سم نرخ او د ميلاوټ نه پاک خوراکي توکيو برابرتيا وکړي.

د روان مالي کال ۲۰۱۹م ۲۰۲۰ دپاره نړیوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) ويلي ؤ چې په پاکستان کې به ګراني ۱۳ فيصدو ته ورسي خو د حکومت وېنا وه چې دا ګراني به د ۱۳ فيصدو نه کمه وي.

د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې نه يواځې دا چې د تېر کال په پرتله ګراني په مجموعي ډول ۷.۲ فيصده سېوا شوې بلکې ورسره تېل هم ګران شوي دي.

په تېر يو کال کې يو ليټر پټرول د ۹۵ روپو ۸۳ پېسو څخه د ۱۱۴ روپو پورې سېوا شوي دي، دغه ډول د تېلو د نورو توکيو ترڅنګ د ګېسو بيعې هم ورسره لوړې شوي دي.

د تېلو د بيعو لوړېدو سره د ګاډو د اډو مالکان وايي په يو کال کې د ګاډو کرايانې ۳۰ فيصده سېوا شوي دي.

د شمارياتو اداره وايي تېر کال د زياتو بارانونو له امله ښه فصلونه نه ؤ شوي د ټماټرو او پیازو بيعه په ریکارډ سطح زياته شوې خو اداره اوس وايي ټماټر ۳۶ فیصده، پياز ۱۲ فيصده او نورې سبزيانې څلور فيصده ارزانې شوي دي..

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG