لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان دولت دماه جبېن پوښتنې له سفارتي پلاوی ورلیږلی،ډاکټران وایي نوموړې یې په مصنوعي ساه ژوندي ساتلې


د پنجشنبې په ورځ دافغان دولت پلاوی پېښور کې دافغان قونصل جنرال ښاغلي هاشم نیازي په مشرۍ دماه جین قزلباش پوښتنې ته لیډي ریډنګ روغتون ته ورغلی اؤ هغې ته یې دافغان دولت اؤ خلکو لخوا  نیکې پیرزوئنې وړاندې کړي.

د افغانستان حکومت دسترې سندرغاړې ماه جبین قزلباش پوښتنې ته د زیارت په ورځ یو لوړ پوړی سفارتي پلوی استولی دی.

ماه جبین قزلباش چې د زړه د دورې له امله دتیرو درېو ورځو راهسې دپېښور دلیډي ریډنګ روغتون دسختو مریضانو په خونه ایي سي یو کې بستر ده، ډاکټران وایي ژوند یې دسخت ګواښ سره مخ دی.

د پنجشنبې په ورځ دافغان دولت پلاوی پېښور کې دافغان قونصل جنرال ښاغلي هاشم نیازي په مشرۍ دماه جین قزلباش پوښتنې ته لیډي ریډنګ روغتون ته ورغلی اؤ هغې ته یې دافغان دولت اؤ خلکو لخوا نیکې پیرزوئنې وړاندې کړي.

دغه سفارتي پلاوي ماه جبین قزلباش ته د روغ صحت ددعاګانو ترڅنګ دهغه د وارثانو سره مالي کومک هم کړی ترڅو دغه کومک دماه جبین قزلباش بي بي په علاج مصرف شي.

دافغان قونصل جنرال پېرزونې

پېښور کې افغان قونصل جنرال ښاغلي هاشم نیازي امریکا غږ ډیوه سره خبرو کې ویلي ماه جبین قزلباش چې پښتو هنر ته کوم خدمتونه کړي هغه به کله هم له پښتنو هیر نه شي.

هغه وویل ماه جبین قزلباش دټولو پښتنو ګډه هنرمنده ده اؤ دهغې په ناروغتیا دپولې دې غاړه اؤ هغه غاړه پښتانه یو شان خفه دي.

هغه وویل دافغانستان دولت مخکې هم دپښتنو هنرمندانو ،لیکوالانو اؤ شاعرانو د خدمت نه مخ نه دی ګرځولی اؤ په راتلونکي کې چې هم په پښتونخوا یا چرته هم پښتانه لیکوالان،شاعران یا هنرمندان دستونزو سره مخ کیږي نو افغان دولت به یې خدمت ته حاضر ولاړ وي.

ماه جبین قزلباش ته دپاکستان حکومت دهغې په غوره هنري خدمتونو صدارتي ایوارډ ورکړی خو دهغې کورنۍ ته نزدې سرچینې وایي چې دناجوړتیا په مهال یې دپاکستان دحکومت هیڅ یو چارواکی پوښتنې یا کومک ته نه دی ورغلی.

دماه جبېن قزلباش روغتیایي حالت

بلخوا دپېښور دلیډي ریډنګ روغتون ویاند ښاغلي عاصم د زیارت په ورځ دماه جبین قزلباش د تازه روغتیایي وضعیت په اړوند ډیوه ته ویلي چې ډاکټران د ماه جبین بي بي په علاج بوخت دي اؤ هر ممکن هڅه کوي چې دهغې ژوند وژغوري خو دهغې روغتیایي حالت د ډاډ وړ نه دی.

هغه وویل ماه جبین قزلباش ته دا مهال په مصنوعي توګه ساه ورکول کیږي اؤ د ډاکټرانو د وینا ترمخه دهغې بیرته ژوند ته راګرځېدل به یوه معجزه وي.

ماه جبین قزلباش دپښتو هغه لویه سندرغاړې ده چې په زرګونو سندرې یې ویلي اؤ خپل نوم یې دپښتو دسر په سندرغاړو کې جوړ کړی دی.

ماه جبین قزلباش هم په کال ۱۹۶۵ کې په پیښور کې زیږیدلې اؤ لویه شوې ده

هغه په خټه دافغانستان دهرات فارسیوانه ده،نیکه یې دهرات نه قندهار اؤ پلار یې بیا پیښور ته راغلی ؤ ، دقبائیلي سیمې اورکزو پښتو فلمونو په تکړه هیرو ارواښاد ایمل خان واده شوې وه .

د دیارلسو کالو په عمر کې یې سندرې پیل کړي اؤ تردې مهاله دغه سندریز یا فني سفر ۴۳ کالو ته رسیږي.

فني زده کړې یې د ستر موسیقار رفیق شینواري نه ترلاسه کړي اؤ دخپل خوږ اواز له امله ورته د بلل سرحد لقب هم ورکړل شوی.

دپاکستان حکومت ورته په ښو خدماتو صدارتي ایوارډ ورکړی .

دځوانۍ په وخت کې یې په څو پښتو فلمونو کې هم دکار کولو تجربه کړې وه خو دغه تجربه یې کامیابه ثابت نه شوه.

د ریډیو پاکستان پیښور، اؤ ټیلي ویژن څخه یې په زرګونو سندرې ویلي اؤ زیاتره پکې مشهورې شوي دي.

په مشهورو سندرو کې څه په لاندې ډول دي.

اوبه دې وړینه

سپنې سپوږمۍ وایه

زه خو ستا،ستا یمه

مسته ملنګا دې کړ

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG