لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دحریم شاه پلار دخپلې لور په عملونو دخلکو نه بخښنه وغوښته


په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول‌ په ټک ټاک د مشهورې شوې پښتنې پیغلې حریم شاه پلار سید ضرار حسین شاه په وړومبي ځل په ټولنیزو رسنیو راښکاره شوی اؤ دخپلې لور حریم شاه په عملونو یې دخپلو،خپلوانو اؤ ټولو خلکو نه بخښنه غوښتې ده.

۲۹کلنه پېغله حریم شاه چې خپل نوم یې فضاء حسین دی ،په دې وروستیو کې یې دپاکستان ګڼ شمیر مهم حکومتي اؤ سیاسي مشران دهغوئ په ویډیوګانو اؤ غږییزو فون کالونو خپرولو رسوا کړي اؤ په ټولنیزو رسنیو یې زیات شهرت موندلی.

هغې پخپلو زیاترو مرکو کې ویلي چې پلار یې یو لوړ پوړی سرکاري افسر دی اؤ له کوره ورته هره میاشت پلار پینځه شپږ لکه روپۍ جیب خرچ ورکوي.

خو دانډیپنډنټ اردو په نوم یوې ویب پاڼې اوس اوس دهغې په اړوند یو پلټنیز راپور خپور کړی اؤ‌ په دغه راپور کې راغلي چې دهغې پلار ضرار حسین شاه سرکاري افسر نه بلکې دځنګلاتو محکمه کې دیو ساتونکي په توګه ماموریت کوي.

دحریم شاه پلار وروسته له هغې په وړومبي ځل په ټولنیزو رسنیو د زیارت په ورځ راښکاره شوی اؤ دخپلې لور دعملونو په سر یې له خلکو بخښنه غوښتې چې په دې وروستیو کې کله حریم شاه دګڼ شمیر سیاستدانانو اؤ وزیرانو د رسوایۍ ویډيوګانې خپرې کړې .

پخپله دحریم شاه داسې غیراخلاقي عکسونه هم په دې ورستیو کې په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلي چې دحریم شاه په ضد یې په ټولنیزو رسنیو د زرګونو خلکو غصه راپارولې ده.

دانصاف نیوز په نوم دفیس بک په یوه پاڼه د زیارت په ورځ خپور شوي دحریم شاه دپلار ضرارحسین شاه په ویډیو پیغام کې لیدل کیږي چې دغه سپین ږیړی سړی(دحریم شاه پلار) غریو نیولی اؤ وایي هغه پخپل ژوند کې هیڅوک نه دي ځورولي خو یو ځل ترې خپل پلار خفه شوی ؤ کیدای شي نن ورته دهغې سزا رسیږي.

دحریم شاه پلار چې په دغه ویډیو کې پرله پسې خپلې اوښې وچوي اؤ ژبه یې په خبرو نښلي وایي هغه دیو مسلمان پلار په توګه دخپلې لور ښه روزنه کړې وه ،هغې ته یې په ښو ښو اسلامي مدرسو کې لوړې دیني زده کړې ورکړې وې اؤ هغې نه یې یوه دیني عالمه جوړ کړې وه.

هغه وایي مشرانو یې دومره د عزت ژوند تیر کړی چې دسیمې خلکو به دهغوئ د درشلې خاورې پخپلو سترګو کې د رانجو په توګه اچولې ، خو الله به ترې ناراضه شوی وي چې داسې ورسره وشول.

په دغه ویډیو کې هغه نه ده واضحه کړې چې د خپلې لور په کوم حرکت خفه دی خو وایي دهغې(حریم شاه) په وجه یې ټول ټبر،قام اؤ خپل پردي کوز سترګې شوي اؤ هغه د خپل رب نه دخپلو ګناهونو بخښنه غواړي.

حریم شاه څوک ده؟

دحریم شاه دشناختي کارډ اؤ پاسپورټ عکسونه هم په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي چې دهغې له مخې دحریم شاه خپل نوم فضاء حسین دی اؤ هغه د خیبر پښتونخوا دمانسهرې ضلعې د اوګۍ سیمې اوسیدونکې ده.

دانډیپنډنټ اردو ویب پاڼې د پلټنو له مخې حریم شاه څلور خویندې اؤ درې وړونه لري اؤ دهغې دکلي یو دسکول یو استاد چې فرضي نوم یې حبیب الله ښودل شوی وایي چې دحریم شاه په حرکتونو دهغې دکلي ټول خلک پریشانه دي.

دغه استاد وایي دحریم شاه پلار سرکاري افسر نه بلکې دځنګلونو محکمه کې یو ساتونکی ؤ ،مور یې دسکول استاذه اؤ تره یې په سکول کې چپړاسي دی.

هغه دا هم ویلي چې حریم شاه واده شوې ده اؤ دهغې واده دخپلې ترور د ځوئ سره شوی ؤ چې له هغه یې یوه لور هم زیږؤلې ده خو وروسته یې له هغه طلاق اخستی ؤ.

پخپله حریم شاه ددغو دعوؤ په هکله څه نه دي ویلي خو هغه پخپلو زیاتره مرکو کې وایي چې پلار یې هم افسر دی اؤ مور یې هم افسره ده پخپله د خپل کلي جائیدادمن اؤ نوابان دي.

دسیاسي اؤ حکومتي مشرانو رسوایي

حریم شاه تر اوسه دپاکستان د وزیراعظم عمران خان نه نیولې دهغه دحکومت د زیاتره وزیرانو سره خپل اخستل شوي عکسونه اؤ ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرې کړي .

په نزدې ورځو کې هغې د پاکستان د ریلوی دمرکزي وزیر شیخ رشید اؤ حریم شاه یو ویډیو کال هم په ټولنیزو رسنیو خپور شوی کوم کې چې حریم شاه شیخ رشید ته په دې ویلو لیدل کیږي چې تا به ماته ځان لوڅ ښودلو اؤ نامناسبې ویډیوګانې به دې راته رالیږلې.

ددغه ویډیو په اړه ښاغلی شیخ رشید غلی پاتې دی خو کله چې دعمران خان دګوند خلکو په حریم شاه سخت تنقیدونه پیل کړل نو د حریم شاه په نوم د ټوئټر یو اکاونټ نه په ټوئتر ولیکل شول "ما مه قاروئ ګنې دخان صاب ویډيو به هم رسنیو ته پورته کړم"

دخان صاب نه مطلب زیاترو خلکو دپاکستان وزیراعظم عمران خان اخستی خو حریم شاه وروسته پخپله یوه مرکه کې سپینه کړې ده چې د ټوئتر دکوم اکاونټ نه دغه پوسټ شوی ؤ‌ هغه دې سره تړاؤ نه لري اؤ دا چې هغه پخپله عمران خان اؤ دهغه دګوند نورو خلکو ته درناوی لري

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG