لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سويلي اسيا او ځانګړي ډول پاکستان کې دې د بشري حقونو روانې سرغړونې ودرل شي: ساتهـ


ساتهـ واشنګټن
ساتهـ واشنګټن

په واشنګټن کې د دوه ورځنۍ غونډې په لمړۍ ناسته کې ساتهـ ارګنايزېشن غوښتنه کړې چې په پاکستان او ګاونډي هېوادونو کې دې د بشري حقونو روانې سرغړونې ودرول شي او د يو سوچه جمهوري نظام د بحالۍ دپاره دې سياسي ګوندونه او د بشري حقونو تحریکونه يو ځای شي.

په سويلي اسيا کې د ترهګرۍ په ضد او د بشري حقونو او انصاف په حق کې د ودرېدلي دعوه کوونکي تنظيم دوه ورځنۍ غونډه نن د جنورۍ په څلورمه په واشنګټن کې شورو شوه.

د ساتهـ شريک کوربه او په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفير حسېن حقاني وي او ای ډيوه ته وويل چې دا وخت په پاکستان او ګاونډي هېوادونو کې اولس د غېر جمهوري نظام په پنجه کې ښکېل دي. هغه وويل په پاکستان کې دا وخت د عسکري امداد په زريعه يو غېر جمهوري حکومت په اولس تپل شوی دی.

حسېن حقاني ۱
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:38 0:00

حقاني وويل په اوسني حکومت کې نه يواځې دا چې سياسي کارکنان اود بشري حقونو فعالان د ستونزو سره مخ دي بلکې هغه ادارې چې جمهوريت ته وده ورکوي د مټ لاندې ساتل شوي دي.

حسېن حقاني زياته کړه چې ساتهـ د هغو خلکو يوه ډله ده چې په پاکستان او سیمه کې د بشري حقونو په سرغړونه فکرمنده ده او د جمهوريت د بحالۍ دپاره غږ پورته کوي.

حسېن حقاني ۲
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:40 0:00

د ساتهـ په غونډه کې د پاکستا ن سياستوال او پخوانی سېنېټر افراسياب خټک هم شامل دی. ښاغلي خټک غونډې ته په خپله لمړۍ وېنا کې وويل چې په پاکستان کې سوچه جمهوريت هغه وخت بحاله کېدی شي چې سیاسي ګوندونه د غېرجمهوري ادارو او طاقتونو په ضد يو موټی شي.

ښاغلي خټک وويل چې دا وخت په پاکستان کې روان نظام د هېواد جرړې کمزورې کوي او که چري ټولو جمهوريت خوښوؤنکو په ګډه د دې د مخنيوي هڅې ونه کړې نو هېواد د ناکامۍ د خطر سره مخ کېدی شي.

په پاکستان کې د نیولو او محاکمه کېدلو د ويرې امريکا ته رسېدلې د بشري حقونو فعالې ګلالۍ اسماعيل هم په دې غونډه کې وېنا وکړه.

هغې وويل په پاکستان کې په جمهوري اوازونو بندېز دی او څوک چې د جمهوريت دپاره غږ پورته کوي هغه په پاکستان کې د خودساخته مقدمو سره مخ کول کيږي.

اسماعيل وويل ساتهـ ارګنايزېشن د دغسې خلکو د شريکې د اواز دپاره يو ښه مرکز جوړېدی شي.

ګلالۍ اسماعيل
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:14 0:00

د ساتهـ په غونډه کې د پاکستان څخه وتلی خبريال راشدرحمان، د برتانيې څخه ګل بخاري او طحه صديقي، د کېنېډا څخه د پښتون کونسل کېنېډا صدر سراج خان او غړي جهانګير بخاري او جوهر لونګين، د پشتون ګلوبل ډايسپورا نماينده پروفېسر زبېر مسيد او د پشتون کونسل امریکا صدر رسول محمد هم ګډون کوي.

د ساتهـ غونډه په کال کې يو ځل کيږي.

د پاکستان د حکومت دريځ

که څه هم ساتهـ او يو شمېر نورو تنظيمونه د پاکستان په پوځ تور پورې کوي چې جمهوري ادارې د خپل مټ لاندې ساتي خو پوځي مشرانو تل دغه تورونه رد کړي.

تېر کال په پاکستان کې د عمومي انتخاباتو وروسته د پوځ ادارې ويلي ؤ چې دوی د کوم ګوند د ګټې دپاره کار نه دی کړی بلکې په هېواد کې يې د پرامنه انتخاباتو په سر ته رسولو کې بشپړه کردار ادا کړی دی.

د پاکستان د پوځ اداره دا هم وايي چې په هېواد کې پارلیمان، عدالتونه او مطبوعات ازاد او په خپله خوښه کار کوي.

په حسېن حقاني او د هغه په ځينې ملګرو د پاکستان ځينې ليکوالانو او ادارو تورونه پورې کړي چې حقاني او د هغه ملګري د غليم په لمسه د پاکستاني ادارو د بدنامولو لپاره کار کوي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG